له ایرانه تر نیمروزه؛ هغه راستنېدنه چې له ورکېدو سره پیلیږي

له ایرانه تر نیمروزه؛ هغه راستنېدنه چې له ورکېدو سره پیلیږي

د نیمروز پوله، هغه ځای دی چې زرګونه افغان کډوال په ایران کې له کلونو ژوند کولو وروسته، په جبري توګه ورته راستنېږي. دغه پوله کې د بشري ناورین اړخ خورا څرګند دی.

له دې لارې راستانه شوي وایي، هر څه ایران کې ترې پاتې شوي او خپل هېواد کې د سرپناه او د ژوند نورو لومړنیو اسانتیاو ته اندېښمن دي. 

یو له دغو راستنو شویو د اتو اولادونو مور، لعل بي بي ده، چې ۱۵کاله یې ایران کې تېر کړي خو اوس تر را ایستل کېدو وروسته افغانستان کې د ګڼې ګوڼې له امله ترې خپل ۲۵ کلن ناروغ زوی ورک دی. 

لعل بي بي د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «زوی مې له شپاړس کلنۍ وروسته ناروغ شو. هر ډاکټر ته مې بوت، خو ښه نشو. د اعصابو ستونزه لري او هر څه ترې ژر  هېرېږي.»

د دې مېرمنې کیسه د زرګونه نورو راستنېدونکو د جبري ایستلو کیسو یوه بېلګه ده. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، یوازې د روان کال په چنګاښ میاشت کې له ایرانه څه باندې۸۲۰ زره افغانان په جبري توګه را ستانه کړای شوي چې دغه شمېر وروستیو کلونو کې بې ساری دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: «د دغو کسانو له ډلې، ۸۲۰ زره او ۲۰۷ تنه له ایران، ۲۰ زره او ۶۱۳ تنه له پاکستان، او ۶۵۹ تنه نور له ترکیې په جبري او داوطلبانه توګه راستانه شوي دي.»

پر شخصي کړاوونو سربېره، یو شمېر راستانه شوي افغانان له اسلامي امارته غواړي چې د دوی وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

له ایرانه را اېستل شوې، بي بي ګل وایي: «موږ چې اوس راغلي یو، نه د اوسېدو ځای لرو او نه پوهیږو چې چیرته لاړ شو. ان دومره څه شی هم نشته چې تر پښو لاندې یې واچوو. اړ شویو چې دلته راشو، په دې هیله چې مرستې راسره وشي او د ژوند اړتیاوې مو پوره شي.»

د رئیس‌الوزرا د اداري مرستیال د څرګندونو لمخې، اوس مهال هره ورځ تر ۴۰ زرو کډوال د اسلام‌ کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایرانه تر نیمروزه؛ هغه راستنېدنه چې له ورکېدو سره پیلیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*