
له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال؛ بې سرپناه او اندېښمن
له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو د رایستلو پر دوام ، د کابل د کډوالو پنډغالی د دغو کډوالو په لنډمهاله استوګنې ځای بدل شوی دی.
له ایران تازه را ایستل شوی عبدالرازق اوس د کډوالو په کمپ کې دی؛ خو دی د را اېستنې یوه ترخه کېسه لري.
هغه چې نه (۹) کاله یې په ایران کې تېر کړي، وایي پرته له دې چې د دوی وضعیت ته پام وشي، د ایران د پولیسو لهخوا نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.
نوموړی دوه شپې وړاندې د کډوالو کمپ ته له خپلې کورنۍ سره یو ځای را انتقال شوی؛ خو اوس مهال د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دی.
له ایرانه را ایستل شوی افغان، عبدالرازق په دې اړه وايي: « دوه شپې او ورځې کېږي چې په کمپ کې یو. یوازې هغه کالي چې پر تن لرو راوړل، نور هېڅ شی نه لرو. موږ ته حتی وخت هم ورنه کړای شو چې خپلې وسایل راټول کړو. ویل یې، لاړ شئ. ما وویل، آیا مسلمانۍ همداسې ده؟»
یو شمېر نور کډوال چې له ایران ایستل شوي او اوس په همدې کمپ کې دي، د ایران د پولیسو له چلنده شکایت کوي او وایي چې په خپلو ولایتونو کې هیڅ سرپناه نه لري.
دوی له حکومته غواړي چې د راستنو شویو کډوالو لپاره بنسټیزې آسانتیاوې برابرې کړي.
له ایرانه یو بل را ایستل شوی، عبدالقدوس هم وايي: « زه په دې فکر یم چې موږ مجبوره شو چې په یوه ځای کې خېمه ووهلو او خپله سرپناه جوړ کړو. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوم چې د هر هغه چا چې مجبوره او اړتیا لري، پام وکړي.»
عبدالصبور هم وايي: “موږ درې کسان راغلي وو. څلور کاله هلته وو او زموږ ټول مال او شتمني هلته پاتې شوه.”
تر دې وړاندې د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی و چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لهخوا د کډوالو د جبري اېستلو له یوې ستر څپې سره مخ دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یوازې سږني میلادي کال کې یو نیم میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال؛ بې سرپناه او اندېښمن"