له ایرانه را اړول شوي ماشومان؛ هلته ورته د زده کړو فرصت نه دی برابر شوی

Photo: Wanman Uthmaniyyah

له ایرانه را اړول شوي ماشومان؛ هلته ورته د زده کړو فرصت نه دی برابر شوی

له ایرانه زرګونه هغه افغان ماشومان هم ایستل شوي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره دغه هېواد ته په مزردوي ورغلي وو.

حنظله اوس اتلس کلن دی، خو لا یې هم د خپل د کار ایراني مالک غږ په غوږونو کې پاتې.

هغه په دولس کلنۍ کې ایران ته تللی و؛ خو اوس پر دې پېښمانه دی، چې زدکړې نه لري.

هغه و ویل: «هرڅومره هڅه چې مې وکړه، و مې نشو کړای چې زده کړې وکړم. اوس ان خپل نوم نشم لیکلی، له دې ځایه هم چې تللم، یو ځل ښوونځي ته ولاړم خو ښوونځي داسې و چې ښوونکی به څو شیبې ټولګي ته راغی بېرته به ولاړ.»

د دغو سلګونو افغان ماشومانو په منځ کې هر یو یې له ایرانه یوه ځانګړې خاطره لري، چې ځینې یې د ټولګیوالو؛ خو ځینې نور یې بیا سپکاوي او بد چلند خبرې کوې.

سهراب هم وايي: «په یوه مغازه کې مې کار کاوه، بیا ولاړم ښوونځي ته خو و یې نه نیولم، بیا ورغلم خو هغوی غوښتل چې زه په دویم یا درېیم ټولګي کې شامل شم.»

حسین هم خپله کیسه داسې کوي: «هغوی له موږ سره ډېر بد چلند کاوه، وهلم او ټکولم به یې، ماشومتوب مې ډېر بد تېر شو.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له وړاندې راپور ورکړی و چې تېرې میلادي میاشت کې له پنځه زرو زیات یتیم یا بې سرپرسته ماشومان او یا د هغوی کورنۍ له ایرانه را شړل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایرانه را اړول شوي ماشومان؛ هلته ورته د زده کړو فرصت نه دی برابر شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*