له ایرانه په یوه میاشت کې ۸۰ زره افغان ماشومان را ایستل شوي

له ایرانه په یوه میاشت کې ۸۰ زره افغان ماشومان را ایستل شوي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق خبر ورکړی چې یوازې د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې ۸۰ زره افغان ماشومان له ایران را ایستل شوي دي.

د کډالۍ سختیو او د ژوند سختو شرایطو د طاهر پر ماشومانه څېرې خورا اغېز کړی دی. دوی د اېستل کېدو د ترخې تجربې او د ایران د پولیسو د ناوړه چلند په تړاو راته غږېږي.

  له ایرانه را اېستل شوی، طاهر وايي: موږ ته تر څلورمې میاشتې د پنځلسمې نېټې پورې د وتلو اجازه‌پاڼه راکړل شوې وه خو هغوی له ټاکلي وخت مخکې موږ و ایستلو او ویې ویل چې ولاړ شئ. زما پلار کرونده کوله.

ځینې نور را اېستل شوي افغانان هم د ایران د انتظامي ځواکونو له ناعادلانه چلند او د پیسو له اخیستو شکایت کوي.
د دوی په وینا، له مخکیني خبرداري پرته او یوازې له اغوستو جامو سره، اړ شوي چې دغه هېواد پرېږدي او نور هرڅه یې هلته ترې پاتې دي.
 
را ایستل شوی، نورالدین بیا وايي: ما په کمپ کې د شپږو ماشومانو لپاره پنځلس میلیونه تومان ورکړل. یوازې د همدې لپاره، زما له یوه زوی څخه یو نیم میلیونه تومان واخیستل شو.

 
یو بل را ایستل شوی، عبدالبصیر هم داسې وايي: هغوی موږ له هغه ځایه وشړلو، زاهدان کمپ ته مو راوستل. هلته چې درې ورځې پاتې و، ډېر یې وځورولو. له موږ یې دوه میلیونه او دوه سوه تومان واخیستل. اوس هيڅ پیسې نه لرو چې بېرته خپل ولایت تخار ته ولاړ شو.

بلخوا، د ماشومانو د ژغورنې صندوق په یوه راپور کې ویلي چې په جون میاشت کې له ایرانه نږدې۸۰ زره افغان ماشومان افغانستان ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۷ زره هغه بې سرپرسته وو.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع‌الله ابراهیمي هم وايي: نږدې له څلوېښت زرو زیاتې قضیې چې له ماشومانو سره تړاو لري، څېړل شوې دي، چې ډېری یې د هغو ماشومانو قضیې دي چې له نورو هېوادونو ایستل شوي دي. تر هغه وخته له دې ماشومانو ساتنه شوې، څو چې د دوی کورنۍ پیدا شوې او هغوی ته سپارل شوي دي.

بلخوا، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدیلي د اسرائیلو د بریدونو ته په نغوتې سره، په ایران کې د میلیونونه افغانانو ژوند ته د خطر د زیاتېدو خبره کړې ده او ټینګار یې کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکه نه شلېدونکې ده.

 په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علیرضا بېکدلي هم وايي: د صهیونیستي رژیم بریدونو نه یوازې د ایران ملت، بلکې په ایران کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړ. د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکه نه شلېدونکې ده.»

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو بې‌ مخینې اېستلو او له هغوی سره ناوړه چلند پراخ غبرګونونه راپارولي، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ظاهراً دا مسأله د اسراییو په بریدونو او د کډوالو د ژوند د امنیت ساتنې په خبرې سره توجیه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایرانه په یوه میاشت کې ۸۰ زره افغان ماشومان را ایستل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*