له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي

د ایران-ایرنا دولتي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ شرافتی‌راد پرون (شنبه د لړم دولسمه) ویلي، چې په خراسان ولایت کې د افغانستان له اسنادو پرته کډوال له پېژندلو او نیولو وروسته د دوغرون له لارې ایستل کېږي.

د ایران د خراسان رضوي ښار د بهرنیو وګړو او مهاجرینو د چارو مشر حسین شرافتی‌راد ویلي، چې هره ورځ له درې زره ډېر غیر قانوني افغانان نیول کیږي او له قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته د دوغارون له پولې افغانستان ته شړل کیږي.

د ایران-ایرنا دولتي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ شرافتی‌راد پرون (شنبه د لړم دولسمه) ویلي، چې په خراسان ولایت کې د افغانستان له اسنادو پرته کډوال له پېژندلو او نیولو وروسته د دوغرون له لارې ایستل کېږي.

دغه ایراني چارواکي تایباد ته په خپل سفر کې له هغې سیمې هم لیدنه وکړه، چې ناقانونه افغان وګړو ته یې د یوه کمپ د جوړولو وړاندیز کړی و.

ټاکل شوې، چې دغه کمپ د دوغرون پولې ته څېرمه د ایران د تایباد ښار په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.

د خراسان رضوي د بهرنيو وګړو او مهاجرينو د چارو عمومي رييس ويلي: پدې رسمي پوله د ناقانونه افغان مهاجرينو لپاره د کمپ جوړول د هغوى په تنظيمولو کې ستر رول او د مقاماتو ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

له هغې وروسته، چې مسعود پزشکیان د ولسمشر په توګه کار پیل کړ؛ نو له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ورسره هم چټک شو.

ایراني چارواکو ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني افغان کډوال جبري وباسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*