له جرمني وروسته اتریش هم «مجرم» افغانان خپل هېواد ته لېږي

د اتریش د کډوالۍ ادارې اعلان وکړ، چې غواړي له جرمني سره په همکارۍ «مجرمو» افغانانو د اېستلو لپاره هڅې پیل کړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر د «مجرمو» افغان کډوالو د اېستلو په اړه د جرمني پرېکړه ښه وبلله او وویل، چې له جرمني سره د ورته کډوالو د اېستلو په اړه خبرې کوي.

د اتریش فډرالي دولت هڅه کوي، چې دغو کډوالو ته افغانستان ته د مستقیم اېستلو زمینه برابره کړي.
ګرهارډ کارنر د جمعې په ورځ وویل: «اوسمهال افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو امکان شته او دا هغه غوښتنه ده، چې ما د اوږدمهال لپاره مطرح کړې ده، نو له همدې امله خوشحاله یم چې دا پرېکړه عملي کیږي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه: «دا ریښتیا ده چې په افغانستان کې اوس یوه ترهګره ډله حاکمه ده، د ځنډولو یو علت اېستل و، چې له همدې امله مونږ له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په همکارۍ کابل ته د مجرمو افغانانو د لېږلو لپاره زمینه برابروو.»
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د مارچ په میاشت کې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د اېستلو په اړه د اروپایي اتحادیې ممنوعیت ته د بیاکتنې غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې دا اقدام “اړین او بېړنی” دی.
نوموړي په هغه وخت کې په بروکسل کې وویل: «اوسمهال نه شو کولی چې سوریې او افغانستان ته څوک ولېږو، ځکه دا د اروپا د قوانینو خلاف دی .»
د جرمني دولت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ۲۸ افغان «مجرم» کډوال یې له دې هېواده اېستلي او په یوه پرواز کې یې کابل ته ستانه کړي دي.
جرمني چارواکو اعلان وکړ، چې پر افغانستان د ا.ا. له واکمنۍ وروسته دا د کډوالو لومړۍ ډله ده، چې افغانستان ولېږل شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له جرمني وروسته اتریش هم «مجرم» افغانان خپل هېواد ته لېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*