له جرمني کابل ته استول شوي افغانان؛ د هویت له مالومولو وروسته یې کورنیو ته سپارل کېږي

له جرمني نه کابل ته استول شوي کسان د کابل هوايي‌ ډګر ته څېرمه یوه ودانۍ کې ځای پر ځای کړل شوي.
د عکس تشریح، له جرمني نه کابل ته استول شوي کسان د کابل هوايي‌ ډګر ته څېرمه یوه ودانۍ کې ځای پر ځای کړل شوي.

په افغانستان کې د ا.ا. حکومت وايي، د هغو ۲۸ کسانو د پېژندنې په اړه یې پلټنې لا هم روانې دي‌ چې تېره جمعه له جرمني نه کابل ته واستول شول.

په دوی کې ځینو یې بي‌بي‌سي پښتو سره په خبرو کې وویل،‌ چې په افغانستان کې یې خپل خپلوان نشته او لسیزې وړاندې له دغه هېواده وتلي دي.

ا.ا. چارواکي وايي، که هر څومره ژر د دوی د کورنۍ غړي او یا هم خپل خپلوان پیدا شي او د پېژندګلوۍ یې ضمانت وکړي، ورتسلیم به یې کړي.

دوی د جمعې پر ورځ (د اګست پر ۳۰مه) په یوه ځانګړې الوتکه کې د جرمني‌ له لپزیک ښار نه مخامخ کابل ته په ځانګړې الوتکه کې په داسې حال کې راوړل شوي وو چې پښې او لاسونه یې ولچک وو.

د جرمني حکومت وايي، کابل ته را استول شوي کسان په جرمونو کې ښکېل وو او له همدې امله یې کابل ته ډیپورټ کړي دي.

له جرمني نه کابل ته استول شوي کسان د کابل هوايي‌ ډګر ته څېرمه یوه ودانۍ کې ځای پر ځای کړل شوي.

په دوی کې داسې کسان شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږي او‌ ځینې یې وايي‌، لسګونه کلونه یې په جرمني کې ‌ژوند کړی دی.

“بېرته خپلې کورنۍ ته ځان رسوم”

د ویډیو تشریح، له جرمني افغانستان ته استول شوی کس وايي، که هر ډول وي بېرته به ستنېږي، چې خپلو ماشومانو سر

احمد ۴۶ کلن دی، او ۲۷ کاله کېږي په جرمني کې اوسېدلی. نوموړی په جرمني کې مېرمن او څلور اولادونه لري. دی زیاتوي،‌ افغانستان ته د را استول کېدو پر مهال نه دي ورته ویل شوي چې ډیپورټ کېږي.

کابل ته له ستنېدو وروسته یې له رسنیو سره په خپله لومړنۍ مرکه کې بې‌بي‌سي پښتو ته وویل، “زما اولادونه په جرمني کې پاتې دي، زه باید هغوی ته که په هره لار چې وي، ځان ورسوم. نه غواړم اولادونه مې بې پلاره را لوی شي.”

نوموړی وايي “ښايي یوازینۍ لار قاچاقي وي” چې خپلې کورنۍ ته پرې ورشي.‌ احمد په شپږ کال زندان محکوم شوی و او شاوخوا پنځه کاله یې بند تېر کړی دی.

دی په افغانستان کې نژدې خپلوان نه لري او د کورنۍ ډېری غړي یې په اروپا او امریکا کې دي.

زه لږ تر لږه له نهو هغو کسانو سره وغږېدم چې له جرمني را استول شوي دي او په تمه دي چې خپلوان یې پيدا شي او ور وسپارل شي.‌ د دوی ټولو روغتیايي حالت ښه مالومېده او د ځینو لېدو ته یې د کورنۍ غړي هم ورغلي‌ وو.

له دوی ډېرو یې له دوو کلونو نیولو بیا تر ۱۳ کلونو په زندانونو کې تېر کړي دي. شیرین څلور ځلې بندي شوی او له ۱۹۹۵ کال راهیسې په جرمني کې اوسېدلی دی.

نوموړي ۱۳ کاله په زندان کې تېر کړي او خپله ځینې جرمونه مني خو له ځینو انکار کوي. بي‌بي‌سي په خپلواک توګه د دې ډول څرګندونو پخلی نه شي‌ کولای.

نوموړی چې یوه لور لري وايي، نه پوهېږي “افغانستان کې څه وکړي” خو زیاتوي په جرمني کې یې پاتې کورنۍ ته اندېښمن دی.

اوس د ا.ا. حکومتي چارواکي وايي، د پېژندګلوۍ له تضمین وروسته به یې ژر خپلو کورنیو ته وسپاري او په کابل کې یې د زنداني کېدو اراده نه لري.

که څه هم د ا.ا. حکومتي چارواکو په رسمي‌ ډول نه دي ویلي چې دغه کسان د څه ډول هوکړې له مخې کابل ته را استول شوي، خو جرمني رسنیو ویلي چې قطري چارواکو د دې هوکړې منځګړتوب کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له جرمني کابل ته استول شوي افغانان؛ د هویت له مالومولو وروسته یې کورنیو ته سپارل کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*