اسراییل له حماس سره د خبرو د پیل لپاره پلاوی استوي

Loading

د اسراییل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي، له حماس سره به د یرغمل شویو د خوشې کولو په موخه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره پلاوی واستوي. 

خو مالومه نه ده چې اسراییلي پلاوی به د خبرو اترو لپاره چېرته لاړ شي. 

رویټرز د اسراییلو د مرکچي پلاوي د یوه غړي په حواله د نوم نه ښودلو په شرط راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د حماس له لوري د ارزول شوي وړاندیز ترلاسه کولو وروسته د یوې هوکړې فرصت شته دی. 

د اسراییلي مرکچي پلاوي غړي پرته له دې چې جزییات ورکړي، ویلي: « د حماس له لوري د یوه پرمختګ په ګډون وړاندیز ډېر مهم دی.»
 
تر دې وړاندې حماس ویلي و چې هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي، اسراییل دې ته اړ کړي څو له غزې په بشپړه توګه ووځي او د اسراییلي یرغمل شویو په بدل کې د فلسطینیانو د خلاصون لامل شي.

اسراییلو هم اعلان کړی چې تر هغه وخته  چې غزه د حماس تر واکمنۍ لاندې وي، په جګړه کې یوازې لنډمهالې ځنډ مني.

منبع

اړوند خبرونه: 

په شاطي کمپ کې پر نښه شوی کور د حماس ډلې د سیاسي مشر هنیه د کورنۍ و، چې مرکز یې په قطر کې دی. د هنيه د کورنۍ غړیو او روغتيايي سرچينو ويلي، چې د هنيه يوه خور له نورو ۹ خپلوانو سره وژل شوې ده.

د اوکتوبر له برید وروسته اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د هنیه درې زامن هم وژلي دي.

حماس په شاطي کمپ کې پر دوه ښوونځیو او کورونو بریدونه «عامه وژنه » یاده کړې ده.

د حماس جنګیالیو او د هغې متحدې ډلې اسلامي جهاد په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دوی غړیو شپه او ورځ د رفح په ختيځ کې پر اسرائيلي ځواکونو توغندي توغولي دي.

په خان یونس کې روغتیايي سرچینو ویلي، چې د دغه ښار په لویدیځ کې د خیمو په یوه کمپ کې د اسرائیلو د ټانکونو په بریدونو کې هم څو کسان ټپیان شوي دي.

د ملګروملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې ویلي، چې په غزه کې د قاچاق کوونکیو ډلو له رامنځته کیدو سره په غزه کې ګډوډي رامنځته شوې او دغه کار د مرستو په رسولو کې ستونزې دېروي.

د لوږې نړیوال څارونکيو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د قحطۍ لوړ خطر شتون لري؛ ځکه، چې جګړه روانه ده او بشري مرستو ته لاسرسی هم محدود دی.

اسراییل له حماس سره د خبرو د پیل لپاره پلاوی استوي!

لومړی نظر وکړئ on "اسراییل له حماس سره د خبرو د پیل لپاره پلاوی استوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*