
له زدهکړو محرومو ښځو او نجونو اوس لاسي صنایعو او خیاطۍ ته مخه کړې
تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته ځینو نجونو د لاسي صنایعو جوړولو ته مخه کړې ده.
دوی وایي، خوشاله دي چې اوس یې یو څه زده کوي او له دې لارې حلاله روزي ګټي خو له حکومته غواړي چې د دوی پرمخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
له زدهکړو بېبرخې شوې، ربینا و ویل: «خوشاله یم چې اوس مې خیاطۍ ته مخه کړې او ورځنۍ چارې مې له همدې ادرسه مخته وړم؛ خو له حکومت غواړم چې نجونو ته د زدهکړو ﺯمينه برابره کړي څو خپلې زدهکړې وکړي او له دغې لارې وکولي شي خپلو کورنيو او هېوادوالو ته خدمت وکړي. دا چې ښوونځي مو بند شول هېواد کې ډېرې نجونې له رواني ستونزو سره مخ شوې، ما چې خیاطۍ ته مخه کړه له رواني ستونزو اوس لرې یم.»
رویا بیا هغه مېرمن ده چې د سوداګرۍ د لنډمهالو زده کړو تر څارنې وروسته اوس د “مهر” په نوم د لاسي صنایعو د یوه شرکت رییسه ده.
هغه وایي، له یوه بد اقتصادي وضعیته تېره شوې او اوس نه یوازې د خپلې کورنۍ اړتیاوې او لګښتونه پوره کوي، بلکې څور نورو نجونو او ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
رويا محمدي و ویل: «تر دولسم ټولګي مې ﺯده کړې کړي او ځيني کورسونه مې هم تعقيب کړي خو له بده مرغه ومې نشو کړاى چې لوړې ﺯده کړې وکړم. تر دې وړاندې مې د سواد اموﺯۍ کورس درلود او اوس دا دى يوه وړه کارخونه لرم چې نورې نجونې هم راسره په کار بوختې دي.»
له نن نږدې څلور کاله وړاندې هېواد کې د ښځو او نجونو پرمخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او بیا پرانیستل کېدو لپاره یې د ورځو انتظار میاشتو او کلونو ته ورسېد؛ خو هېڅ ښه زېری یې وانه ورېد او د خپلو هیلو پوره کېدا بله لار یې غوره کړه.
مهدیه نظامي وایي، تر یوولسم ټولګي ېې زده کړې کړي خو له بندیز وروسته یې خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. نوموړې وايي، هیله یې لرله چې ډاکټره شي او له همدې لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي؛ خو اوسنیو شرایطو یې دا هیله له نامالوم برخلیک سره مخ کړې ده.
هغه طلوع نیوز ته زیاتوي: «هيله مې وه چې ډاکټره شم خو د ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته مې مصروفیت د کور مسوولیتونه وو. تر هغې وروسته مې پرېکړه وکړه چې خياطي زده کړم ، ځکه دا مسلک مې خوښېږي.»
په همدې حال کې بیا د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسه وايي، په دې وروستیو کې لاسي صنایعو ته د نجونو مخ ور اوښتی او په دې برخه کې سلګونه نجونې په کار بوختې دي.
فریبا نوري زیاتوي، دوی له دې لارې هم کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي او هم د یو کسب څښتنانې کېږي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه، فریبا نوري وایي: «له بدلون مخکې نږدې ۱۸ یا ۱۹ ښځې له مونږ سره ثبت وې؛ خو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، چې پر ښځو د زدکړو دروازې بندې شوې؛ نو ښځو دغه کاروبار ته مخه کړې او اوس یې چې اقتصادي، سوداګریز او د ښاروالۍ جوازونه ترلاسه کړي، په ټول افغانستان کې نږدې لس زره نجونې په کار بوختې دي، له جواز پرته بیا نږدې سل زره ښځې په دې برخه کې کار کوي.»
که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا ځنډولي خو د بلې خبرتیا هېڅ څرک هم نه لیدل کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "له زدهکړو محرومو ښځو او نجونو اوس لاسي صنایعو او خیاطۍ ته مخه کړې"