له زرنج ښاره، غرغري سیمې ته د نیمروز د مرکز لېږد

له زرنج ښاره، غرغري سیمې ته د نیمروز د مرکز لېږد

ټاکل شوې چې د نیمروز ولایت مرکز له زرنج ښاره د خاشرود ولسوالۍ غرغري سیمې ته ولېږدول شي. 

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، زرنج ښار د امنیتي او چاپېریالي ستونزو، د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي او د صنعتي کارخونو د فعالیتونو د اغېزو له امله د ولایت د مرکز وړتیا نه لري.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، حبیب‌الله الهام و ویل: «د نیمروز ولایت د مرکز له زرنج څخه غرغري ته د لېږد پرېکړه شوې ده. البته د لېږد بهیر به په منظم او تدریجي ډول عملي شي.»

د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، غرغري ته د مرکز لېږد به دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د نیمروز اوسېدونکي، عبدالحمید حکیمي و ویل: «خلکو په زرنج ښار کې پانګونه کړې، دلته مارکیټونه جوړ شوي، دلته درې یا څلور منزله کورونه جوړ شوي. د نیمروز خلکو، سوداګرو او صرافانو په زرنج ښار کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.»

د نیمروز بل اوسېدونکي، عبدالغفار و ویل: «د خلکو اقتصاد خراب دی، دوی څنګه خپل کورونه غرغري ته انتقال کړي؟ زه خپله په زرنج ښار کې یو کور جوړوم، چې دېوالونه مې جوړ کړي، خو بام ته یې پیسې نه لرم. زه څنګه په غورغوري کې ځان ته ځمکه واخلم او کور جوړ کړم.»

زرنج ښار د ایران له پولو سره پر صفري کرښه موقعیت لري. د دې ښار ځمکنۍ اوبه د څښاک وړ نه دي او د کمال‌ خان بند اوبه هر کال یوازې څو میاشتې د لشکري نهر له لارې دې ښار ته رسیږي.

یو شمیر انجینران بیا وايي، مخکې له دې چې زرنج ښار انتقال شي، باید په غرغري کې ښاري تاسیسات جوړ شي.

د ښاري پراختیا انجینر، تمیم رحیمي و ویل: «کله چې نوی ښار جوړیږي، باید د هغه ښار د وګړو لمخې امکانات په پام کې ونیول شي. په لومړي ګام کې وګړي سنجول کیږي او د وګړو له شمېر سره سم، ښاري تاسیسات لکه کانالیزاسیون، د برېښنا سیسټم او دولتي ادارې جوړیږي.»

غرغري د زرنج ښار ختیځ ته په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. د نیمروز د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، دغه سیمه د پراخو ځمکو، اوبو سرچینو ته د نږدېوالي او سټراټیژیک موقعیت له امله دا ظرفیت لري چې د ولایت پر مرکز بدله شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له زرنج ښاره، غرغري سیمې ته د نیمروز د مرکز لېږد"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*