له طبیعي ګازو څخه د حرارتي برښنا د تولید پر دوه‌یم فاز خبرې روانې دي

د بیات برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د تولید پر دوه‌یم فاز له دولتي بنسټونو سره خبرې اترې پيل شوې دي.

محمد شعیب صاحبزاده څرګنده کړې، چې د دوه‌یم فاز له بشپړیدو سره به د برښنا تولید له ۴۰ څخه ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شي.

د ښاغلي صاحبزاده د څرګندونو له مخې؛ له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید پروژه به د درېیم فاز له بشپړېدو سره ۲۵۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.

صاحبزاده وایي: اوس‌مهال ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، چې په دوه‌یم فاز کې به سل میګاواټه تولید شي. بیات پاور د دوه‌یم فاز د پیلېدو په اړه له اړوند چارواکو سره په اړیکه کې دی او خبرې اترې روانې دي.

بیات برښنا شرکت له څه نا څخه پېنځه کلونو راپدېخوا یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولید کړې ده.

محمد شعیب صاحبزاده ټینګار وکړ، چې په تېرو پېنځه کلونو کې یې د دغه شرکت د تخنیکي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې هم کار کړی دی.

نوموړي ویلي؛ بيات برښنا شرکت د توليدي برښنا د وېش او تنظيم په برخه کې له برښنا شرکت سره تړون لري او له افغان ګاز شرکت سره يې هم يو بل تړون لاسليک کړى دى.

هغه زیاته کړې: د دې ترڅنګ د کانونو او پټرولیم، انرژۍ او اوبو وزارتونه، د زیمنس پاور اوآر‌پي‌اس ته ورته بنسټونه له بیات پاور سره همکاري کوي.

د برښنا شرکت پخواني رییس امان الله غالب ویلي: د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره طبیعي ګاز یو له مهمو سرچینو څخه دی. افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د طبیعي ګاز ډېرې پراخې زیرمې لري، چې له دې لارې کولی شي د برښنا په تولید کې پر ځان‌بسیا شي او د ګاونډ هېوادونو له انحصاره څه نا څه ووځي.

غالب زیاته کړې: د بیات پاور پروژه یوه له هغو اغېزمنو او ښو بېلګو څخه ده، چې افغانستان کولی شي له دې تجربې څخه ګټه واخلي او په راتلونکي کې لویې پروژې پلي کړي.

بیات پاور په هېواد کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په یتیم‌تاق سیمه کې د میلیونونو ډالرو پر پانګونه جوړ شوی او له طبیعي ګاز څخه حرارتي برښنا تولیدوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له طبیعي ګازو څخه د حرارتي برښنا د تولید پر دوه‌یم فاز خبرې روانې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*