له نړیوالو سیالیو سره د شاپور مخه ښه: ولې به تل غوسه و؟

شاپور ځدراڼ مه په غوسه کوئ! ځکه چې تاسو به یې هغه وخت خوښ نه کړئ کله چې دی په غوسه وي.” دا د شاپور په اړه د کرېکټ د یوه نړیوال لیکوال وینا ده.

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو له غوره چټک بالرانو څخه و، خو له اوږدې مودې راهیسې له نړیوال کرېکټ څخه لرې و او بالاخره یې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

له شپږو فوټو لوړه ونه، اوږده تور ویښتان، او ځیرک لید لرونکی ۳۷ کلن شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ تکړه کیڼ لاسی توپ اچوونکی د دغه هېواد د کرېکټ په پرمختګ کې یو مهم لوبغاړی پاتې شوی.

ده پر خپله فېسبوک پاڼه استعفالیک خپور کړی چې تر دې وروسته به د افغانستان د نړیوال کرېکټ برخه نه وي.

هغه لیکلي چې “تر ۲۲ کلن خدمت، قربانۍ، او مینې وروسته” د افغانستان له نړیوال کرېکټ سره مخ ښه کوي.

نوموړي دا “یوه سخته پرېکړه” یاده کړې ځکه د هغه په وینا، “کرېکټ زما ژوند، زما شوق، او زما هویت و.”

ښاغلي ځدراڼ لیکلي، “زما سفر د افغان کرېکټ په تر ټولو سختو وختونو کې پیل شو. له ستونزو سره مخ شوم، د محدودو سرچینو په شتون کې مو لوبې وکړې او له ډېرو خنډونو تېر شوم، خو هېڅکله مې باور له لاسه ورنه کړ.”

هغه زیاته کړې چې له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه کوي خو هڅه به یې دا وي چې خپلې تجربې له نويو لوبغاړو سره شریکې کړي او تل یې همکار پاتې شي.

ښاغلي ځدراڼ لیکلي چې د افغانستان استازیتوب د هغه د ژوند یو لوی ارمان و او ویاړي چې د هېواد کرېکټ یې نړیوال شهرت ته ورساوه.

شاپور ځدراڼ

د نړیوالو ستورو وېکټې

شاپور ځدراڼ
د عکس تشریح، شاپور ځدراڼ؛ د سمېت، وارنر او ویلیمسن سوځوونکی

شاپور ځدراڼ له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او ۳۶ شل اوریزې لوبې کړې دي. هغه په نړیوال کرېکټ کې ټولټال ۸۰ ویکټې اخیستې او خپله وروستۍ لوبه یې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه.

شاپور ځدراڼ په خپل نړیوال لوبیز ژوند کې د نړۍ د کرېکټ ځلانده ستوري لکه سټېون سمېت، ډېوېډ وارنر، کین ویلیمسن او تیلکرتني دیلشان په څېر ګڼ نور لوبغاړي سوځولي دي.

هغه د هغو افغان لوبغاړو له ډلې و چې د افغانستان لپاره یې لومړی شل اوریزه او لومړی پنځوس اوریزه نړیوال جامونه لوبولي دي.

د خپل لوړ قد، کیڼ لاس توپ ‌اچونې او تېز سرعت له امله مشهور شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره د ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ نړیوالو شل اوریزو جامونو کې مهم رول لوبولی.

شاپور نړیوال کرېکټ کې له ځلېدا سره ځینو لیګونو ته هم لاره پیدا کړه.

د دې تر څنګ یې په کورني کرېکټ کې هم ګڼې لوبې کړې دي او ډېر شمېر لوبغاړي یې سوځولي دي.

د شاپور تاریخ جوړونکې څلوریزه

شاپور ځدراڼ
د عکس تشریح، شاپور په هغه شېبه په لوبغالې کې له جذبې او شوره ډکه منډه وکړه او بيا له ډېرې خوښۍ په ځمکه راولوېد.

د کرېکټ د ډېرو مینه والو او لیدونکو به د شاپور اوږدې څڼې او هم له لرې واټنه د توپ ویشتنې لپاره ځغاسته هېره نه شي. ښايي د چټک توپ ویشتونکي په توګه د هغه غوسه هم هر وخت د خلکو په یاد وي، خو هغه شېبه چې د هر چا په یاد ده، د افغانستان لپاره یې نړیوال جام کې د لومړنۍ بریا وروستۍ څلوریزه ده.

دا زړه راښکوونکې لوبه د ډونېډن لوبغالي کې وه چې افغانستان د ۲۰۱۵ نړیوال جام لوبو کې سکاټلنډ ته ماته ورکړه. دا په پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

هغه لوبه سمیع الله شینواري رالنډه کړه، خو د ګټې منډې سختې ښکارېدې. افغانستان وروستي وېکټه لاس کې لرله او وروستي اور کې ۵ منډو ته وه. په لومړي بال حمید حسن یوه منډه واخېستله.

دوهم بال شاپور ځدراڼ له رن اوټ بچ شو. که وېکټه لګېدلې وای، افغانستان لوبه بایللې وه. درېیم بال شاپور (فاین لېګ پولې) لوري ته تاو کړ او څلوريزه يې ووهله.

شاپور همغه شېبه په لوبغالې کې له جذبې او شوره ډکه منډه وکړه او بيا له ډېرې خوښۍ په ځمکه راولوېد.

ښاغلي ځدراڼ په یاده سیالۍ کې په ۱۰ اورونو کې ۴ ویکټې واخیستې او سکاټلنډ یې په ۲۱۰ منډو را حصار کړ.

“ځوان نسل ته الهام بښونکې څېره”

د افغانستان د کرېکټ ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ شاپور ځدراڼ د کرېکټ د ځوان نسل لپاره الهام بخښونکې څېره یاده کړې “شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ یو رښتینی لارښود دی. ستا مینه، ژمنتیا او په میدان کې هېرېدونکي شېبې زما او د افغان ځوان نسل لپاره الهام بښونکې وې.”

د کرېکټ هندي مبصر ډیوېنډر کومار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي “د حمید حسن سره د توپ اچونې جوړه د افغانستان د ناشوني خوب د رښتیا کېدو یوه بېلګه وه. هغه افغان کرېکټ په ډېر ښه حالت کې پرېږدي.”

د افغانستان د کرېکټ مخکښ لوبغاړي محمد نبي، شاپور ځدراڼ د خپلو لومړنیو ورځو یوه له غوره لوبغاړو څخه یاد کړی دئ .

ښاغلي نبي لیکلي دي، “د دوو لسیزو په اوږدو کې د هغه لاسته راوړنې زموږ ټولو لپاره د ویاړ وړ دي.”

د کرېکټ لیکوال لیام بریکهیل د شاپور په اړه لیکلي د یو اصلي چټک بالر په توګه د هغه په توپ اچونه کې تل یو توند عنصر شتون درلود ، ښاغلي لیام د شاپور ځدراڼ د څرګندونو یوه برخه هم لیکلې ده “زه هر وخت د توپ ویشتنې پر مهال غوسه یم. یو توپ ویشتونکی باید غوسه وي، ترڅو دا غبرګون پر توپوهونکو باندې اغېز وکړي، هغوی ګډوډ کړي او تېروتنه وکړي. “

د ګلبدین نایب په ګډون ګڼو نورو افغان لوبغاړو هم له شاپور سره د خاطرو یادونه کړې او راتلونکې کې یې بریالیتوبونه ورته غوښتي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

له ارباب نیاز لوبغالي، د نړیوال کرېکټ تر لوړو

شاپور ځدراڼ
د عکس تشریح، که څه هم شاپور ځدراڼ له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه، خوتمه دا ده چې د هغه په څېر په ونه هسک زوی به یې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره ولوبیږي.

شاپور د افغانستان د لوګر ولایت دی، خو د خپل نسل د ډېرو نور په څېر د جګړو له امله کډوال شو.

کډوالۍ کې یې د پېښور په ارباب نیاز او جمخانه لوبغالو کې تمرینات پیل او په ۲۰۰۱ کال کې یې د سخت توپ (هارډ بال) کرېکټ پیل کړ.

هغه په پیل کې هیله درلوده چې د پاکستان لپاره لوبه وکړي او شعیب اختر یې د چټکې توپ اچوني له امله خوښېده. خو کله چې اقبال سکندر، چې د پاکستان لپاره یې څو یو ورځنۍ لوبي کړي، په افغانستان کې روزنه پیل کړه، نو شاپور بېرته افغانستان ته ولاړ.

که څه هم شاپور ځدراڼ له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه، خو د کرېکټ مینه‌وال تمه لري چې د هغه په څېر په ونه هسک زوی به یې پر ځان خواري وکړي او د پلار په څېر به د افغانستان لپاره ولوبېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له نړیوالو سیالیو سره د شاپور مخه ښه: ولې به تل غوسه و؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*