له پاسپورټ پرته تګ راتګ، د چمن پرلت کوونکو بنسټيزه غوښتنه ده

د چمن پرلت او ملتپالو ګوندونو غړو له لوري په چمن ښارګوټي کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

اعتراض کوونکي وايي پرته له ویزې او پاسپورټ تګ راتګ، له ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار لېرې کول او د پاکستان له لوري د چمن اقتصادي محاصرې پایته رسول یې غوښتنې دي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی په دې هکله وايي:«دغه جرګې زموږ د نيکونو میراث دی، دغه لار زموږ لار ده او ارمي چيف چې کومه فیصله کړې ناسمه ده؛ ځکه د ملا او ملک په لاسليک خلک تګ راتګ کولای شي؛ خو نور خلک بيا نه‌شي تلای، دا څنګه فیصله ده او دا څنګه انصاف دی؟

د چمن پرلت غړي دغه‌راز وايي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به دغه ډول لاريونونه د بلوچستان نورو برخو ته هم وغځوي.

د چمن اعتراض غړی محمد ولي وايي:«موږ له زندان او مرګه نه وېرېږو، موږ به د دغه غريب او بې‌وزله خلکو حق وغواړو او په دې برخه کې هر راز قربانۍ ته حاضر يو؛ ترڅو په تذکره او شناخته کارټ تګ راتګ وکړو.»

د چمن اعتراض بل غړي ولي محمد هم وویل:«زموږ هر کور په چمن کې شل، ديرش لکه زيان ليدلی، زموږ ناوې د چمن-سپين بولدک پر دروازه بې عزته شوې، دلته د عزت سوال دی او موږ به د خپلي دې بې‌عزتۍ غچ هرومرو اخلوو.»

د چمن پرلت کوونکي خبرداری ورکوي که‌چېرې يې غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي، نو د نورو جدي ګامونو اوچتولو پرېکړه به وکړي.

د پاکستان حکومت تراوسه په چمن کې د تازه اعتراضونو او پرلت غوښتنو په تړاو نظر نه‌دی څرګند کړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاسپورټ پرته تګ راتګ، د چمن پرلت کوونکو بنسټيزه غوښتنه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*