![](https://amwajpress-pa.com/wp-content/uploads/2025/02/vlcsnap-2025-02-03-09h14m32s919-1.png)
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي تېره اوونۍ د تورخم له لارې په جبري ډول ۱۲۰ کورنۍ او ۲۱۵ کډوالو هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د جبري ویستلو په لړۍ کې تېره اوونۍ ۱۲۰ کورنۍ او ۲۱۵ کسان له نیولو او بندي کولو وروسته د تورخم له لارې په جبري ډول را ایستلي دي.
د سیمهییزو مسوولینو په خبره تېره شپه هم پاکستاني حکومت ۱۴۱ کسان د تورخم له لارې را اړولي چې ډېری هغو یې قانوني اسناد هم لرل.
د ننګرهار د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رييس، بازمحمد عبدالرحمان په دې اړه و ویل: (یو سلو شل کورنۍ،چې پنځه سوه پنځوس افراد کېږي او ترڅنګ یې دوه سوه پینځلس ډیپورټیان لرو چې پاکستان د تورخم له لارې را اړولي دي. )
په همدې حال له پاکستانه په جیري ډول تازه را ایستل شوي ځینې کډوال بیا د پاکستاني پولیسو له ناسم چلن څخه شکایت کوي.
له پاکستانه را ایستل شوی، ګلزاده وايي: (راډیپورټ ېې کړلو، ظلم یې شروع کړی دی اسلام اباد کې یې ونیولو؛ نو د بند په وخت کې به یې یو وخت یوه ډوډۍ له دالو سره راکوله.)
له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، شریف الله په دې اړه وايي: درې ورځې یې راباندې زندان تیر کړ، په دغه درېیو ورځو کې مو یو وخت ډوډۍ خوړلې ده او همداسې یې څلور ځل وهلی هم یم.)
له پاکستانه را ایستل شوی، شېر اغا وايي: (اسلام اباد کې یې ونیولم؛ نو په بندیخانه کې یې ډوډۍ هم نه راکوله او نه یې خپلو پیسو باندې ډوډۍ اخیستو ته پرېښودم.)
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی وايي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او پینډۍ ښارونو کې په بېلابېلو بڼو د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ځورونې لړۍ په چټکۍ روانه ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی، سردار احمد شکیب بیا وايي: ( له تېرو دوو میاشتو راهیسې په اسلام اباد او پینډۍ کې د افغان اتباعو نیول په مختلفو شکلونو دوام لري، پرون په ډېرو ساحو کې خلک نیولي دي پولیسو په مجموع کې په څو لنډو ورځو کې اسلام اباد کې افغان کډوال نیولي دي یو مکتوب په سوشل میډیا کې له وزیراعظم هاوس خپور شوی دی چې د ACC ، د یو این ایچ سي او نور افغان کډوال چې قانون اسناد لري له اسلام اباد او پینډۍ وایستل شي او بېرته ستانه کړل شي.)
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د معلوماتو پربنسټ د پاکستان حکومت له لوري په لنډمهال کې له اسلام اباد او پینډۍ ښارونو څخه د ټولو افغان کډوالو نيولو او افغانستان ته يې په جبري ډول ستنولو پرېکړه کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی"