له پاکستانه د افغان کډوالو له ایستلو د دغه هېواد د ځينو علماوو ملاتړ

د پاکستان ځينې دیني علماوو د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز سره په لیدنه کې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو له پرېکړې ملاتړ کړی دی.

دغو علماوو په دغې لیدنه کې، د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارېدنې په هکله اندېښنې منلي او له سرپرست یې غوښتي چې په دې هکله اقدام وکړي.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«دیني عالمانو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو د پاکستان دریځ او اندېښنې په بشپړه توګه ومنلې او له افغانستانه یې وغوښتل چې د پاکستان د اندېښنو د لېرې کولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن خپلو پلویانو ته په وینا کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اوږدمهالو اړیکو ټينګار کوي.
 
نوموړی وايي:«موږ دوه وروڼه ګاونډي هېوادونه یوو. له کلونو راهیسې له یو بل سره اړیکي لرو، نو دا کوم ځواکونه دي چې د دوو هېوادونو ترمنځ بې باوري پيدا کوي. پر دې موضوع باید په ډېرې ځيرتیا فکر وشي، باید په ډېرعاقلانه ډول دا موضوع وڅېړو.»

بلخوا په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکي د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو په تړاو ډاډ ورکوي.
                      
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي وايي:«هغه ژمنې چې اسلامي امارت کړې دي، پر خپلو ژمنو ولاړ دی او نه‌غواړي چې زموږ هېواد زیان وویني او یا زموږ له هېواده، نور هېوادونه زیان ویني.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«پاکستان هم هڅه کوي چې خپل سیاست ته یوه مذهبي صبغه ورکړي او د مذهب او اسلام له پلوه پرې دد تایید ټاپه ووهي او خپلو خلکو ته ووايي دا پرېکړه چې هغوی کړې، نه یوازې ملي مسایلو پورې تړاو لري؛ بلکې اسلامي مسایلو پورې هم تړاو لري.»    

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د ژمي په درشل کې به د کډوالو ایستل په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لیکلي:«له پاکستانه جبري راستنېدل د افغانستان بشري ناورین لا پسې ژوروي. له پاکستانه په سلګونه زره افغانان له کار او سرپناه پرته خپل هېواد ته راستنېږي. د دغه خبر له خپرېدو راهیسې په ټولیز ډول له ۳۵۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له پېلېدو اتلس ورځې تېرېږي.

اخوا د ماشومانو د ساتنې سازمان هم ویلي دي، چې له پاکستانه راستنېدونکي پر جدي ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه د افغان کډوالو له ایستلو د دغه هېواد د ځينو علماوو ملاتړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*