له پاکستانه د تازه راستانه شویو افغانانو ترخې کیسې

له پاکستانه د تازه راستانه شویو افغانانو ترخې کیسې

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنې درېیمې لړۍ پیل سره د افغان کډوالو ایستنې لړۍ چټکه شوې ده.

‎سیمه‌ییز مسوولان وايي د تورخم له لارې په ورځني ډول  ۶ زره کسان را اړول کیږي.

‎تورخم کې د افغان کډوالو لېږد آمر بخت جمال ګوهر و ویل: «راستانه شوي افغانان د اسلامي امارت د کمک وروسته د همکارو موسسو په هماهنګۍ د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.»

حبیب الله یو له هغو کسانو دی چې تازه د تورخم له لارې هېواد ته راستون شوی.

د وایي، د پاکستان پنجاب ایالت په راولپینډۍ ښار کې یې خپل هوټل درلود خو ګټلې پانګه او روان کاروبار ترې پاتې شوي او په جبري ډول له کورنۍ سره راستون کړل شوی دی.

‎هغه د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «زما خپل هوټل او خپل کاروبار و خو حالات داسې راغلل چې خبره د عزت وه او هرڅه راڅخه پاتې شول. هوټل او کاروبار هر څخه راڅخه پاتې شول. توکي مو یو څه راوړل او یو څه راڅخه پاتې شول. عزت مهم دی، یوازې په خپله راغلو.»

‎دامهال په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو باندې د ژوند کړۍ راتنګه شوې ده.

‎تازه رایستل شوي ځینې نور کډوال هم د پاکستاني پولیسو ناڅاپي چاپو، په زور ترې پیسو اخېستو او بندي کېدو ترخه روایتونه لري.

‎له پاکستانه را ایستل شوی خالد وایي: «کله به یې نیولو او کله به یې پیسې غوښتلې، په لار به نشو تللی، بازار ته به نشو تللی نو دغه تکلیف به یې راباندې تېرولو.»

‎له پاکستانه بل را ایستل شوي عمر ګل و ویل: «موږ یې ډېر مجبور کړو، ۴۵ کاله مو هلته تېر کړي خو له ژوند مو خوند نه دی اخیستی.»

‎دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخواه ملتپاله ګوندونو او پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له حکومته د افغان کډوالو جبري ایستنې لړۍ درېدو غوښتنې کړې خو پاکستان دغه تر بل هر مهاله چټکه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه د تازه راستانه شویو افغانانو ترخې کیسې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*