له پاکستانه د راستنېدو پر مهال د لوړو کرایو له امله د افغان کډوالو شکایت

💬0

له پاکستانه د راستنېدو پر مهال د لوړو کرایو له امله د افغان کډوالو شکایت

له پاکستانه راستنېدونکي افغانان د موټرو له لوړو کرایو شکایت کوي او وایي له همدې له امله اړ کیږي د کور توکي په نیمه بیه وپلوري یا یې پرېږدي.

د کونړ اوسېدونکی پاچا خان چې له شاوخوا څلورو لسیزو کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شوی، وایي د لوړو کرایو له امله یې یوازې د ګوتو په شمېر د کور توکي له ځان سره راوړي دي.

پاچا خان طلوع‌نیوز ته و ویل: «کرایې ډېرې لوړې وې، ما د خپل کور ډېر وسایل پرېښودل او د خپلې مېرمنې په ګډون له لږ سامان سره راغلم. یو زوی مې معلول هم دی. وسه مې نه کېده چې ټوله کرایه ورکړم.»

له پاکستانه را ایستل شوي، سخي ګل و ویل: «دومره کرایه نه وه چې موږ خپل وسایل راوړي وای. هلته مو په ورځني ډول ایله پنځه یا شپږ سوه روپۍ ګټلې. زموږ د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ پورې د موټر کرایه دوه نیم لکه کلدارې ده.»

له پاکستانه بل را ایستل شوي، لعل محمد و ویل: «پاکستان لوري ته سخت زیاتی روان دی. وایي پیسې راکړه، که ور نه کړې نو پلمې درته جوړوي چې ګواکې ناقانونه توکي دې راوړي او بیا درته ستونزې پیدا کوي.»

موټر چلوونکي بیا د کرایو د لوړوالي لامل د پاکستاني پولیسو له لوري ناقانونه پیسې اخیستل ګڼي او وایي، دوی اړ دي څو دغه لګښتونه د کډوالو پر کرایو ور زیات کړي.

په تورخم کې موټر چلوونکي، ادم خان و ویل: «په لنډي کوتل کې یې راڅخه پنځه سوه روپۍ واخیستې، د سکنر شپږ زره، درې نیم زره یې بل ځای کې واخیستې، دوه زره یې ګمرک واخیستې او زر روپۍ پاکستاني نظامیانو. دا ټول لګښتونه بیا موږ له کډوالو اخلو.»

خو سیمه‌ییز مسوولان وایي، تازه را ایستل شویو کډوالو ته د نورو مرستو ترڅنګ خپلو سیمو ته د لېږد لګښتونه هم د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون و ویل: «په تورخم کې افغان موټر چلوونکي شته دي او هغه کډوال چې له پاکستانه په جبري توګه را ایستل کیږي، دلته ورسره د نورو مرستو ترڅنګ مالي مرسته هم کیږي. هغه کډوال چې خپلو سیمو ته لېږدول کیږي، هغوی ته د ټرانسپورټ لګښتونه هم ورکول کیږي چې دا ټول د اسلامي امارت له بودیجې تمویلیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له وړمې ورځې راهیسې یوازې د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱۸ کورنۍ، چې ۱۲ سوه او ۲۴ تنه کیږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه د راستنېدو پر مهال د لوړو کرایو له امله د افغان کډوالو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*