له پاکستانه را ایستل شوي د مرستو له نشتوالي او ناڅرګند برخلیکه شکایت کوي

Source

له پاکستانه را ایستل شوي د مرستو له نشتوالي او ناڅرګند برخلیکه شکایت کوي

له پاکستانه را ایستل شوي وايي، سرپناه نه لري او په سخت ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په سړه هوا کې، پر ډبرو ناست دی او خپل ماشومان یې څنګ ته نیولي دي؛ هغه ماشومان چې د ژمي سړه هوا یې لړزوي.
محب الله په نوم دغه کس له پاکستانه په زور را ایستل شوی دی.

هغه خپله حال داسې بیانوي: « باید هر څومره ژر چې کېږي له موږ سره مرسته وشي، ځکه هوا سړه ده او زما ماشومان هم په همدې سړه هوا کې راسره دي.»

په بل ګوټ کې، محمدالله د خپل نامعلوم برخلیک کیسه کوي.
هغه هم د زرګونو نورو په څېر پرته له خوښې له پاکستانه ایستل شوی او اوس نه پوهېږي چې سبا به څنګه پیل کړي.

محمدالله زیاتوي: « هوا ډېره سړه ده او زموږ کوچني ماشومان هم له موږ سره دي. له حکومته غواړو چې د دوو میاشتو لپاره موږ ته د پاتې کېدو اجازه راکړي او له هغې وروسته به ولاړ شو.»

په همدې حال کې، اقتصاد وزارت د راستنو شوو کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو رول مهم بولي.

 د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا داسې وايي: « د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې له لوري د محدودیتونو لرې کول، د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو زیاتول او راستنو شوو کسانو ته د کاري زمینو برابرول کولی شي د هغوی د اقتصادي ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.»

له بلې خوا، رویټرز د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
دغې ادارې ویلي چې ایران او پاکستان تر اوسه له ۲ اعشاریه ۵ میلیونه زیات افغانان په زور ایستلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه را ایستل شوي د مرستو له نشتوالي او ناڅرګند برخلیکه شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*