
د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې له کډوالۍ راستانه شوي ۱۱۶ زره کسان ثبت کړي
دغو راستنو شویو کې ماهر او غیرې ماهر کسان شامل دي.
دوی وايي، غواړي خپلې وړتیاوې په بېلابېلو برخو کې وکاروي او د کار بازار ته هم لاسرسی پیدا کړي.
حمیدالله چې تازه له ایران را ایستل شوی وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو خپلو اولادونو ته ښه ژوند جوړ کړو.»
دې سره جوخت، اسلامي امارت وايي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې تر اوسه ۱۶۶ زره راستانه شوي ثبت کړي او د هغوی لېست د چارو عمومي ریاست سره د کارموندنې په موخه شریک شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي، د دغو راستنو شویو له ډلې شپږ زره او ۱۴۱ کسانو ته په ولایتونو کې د فني او مسلکي زدهکړو زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړي په دې اړه طلوعنیوز ته وویل: «تر اوسه د ۲ زره بېرته راستنو شويو کډوالو لېست په مستقیم ډول امارتي ادارو کې د ګمارنې په موخه شریک شوی دی او ۷۷۲ بېرته راستانه شوي کډوال په صنعتي پارکونو کې جذب شوي دي. همدارنګه، بهر ته د افغان کارګرانو د لېږلو په بهیر کې هم هغوی ته ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.»
دغه راز اقتصادي شنونکي، عبدالظهور مدبر وايي: «د کار اړتیا له امله ضروري ده چې د دوی ظرفیت لوړ شي او د هغوی د معیشت لپاره هم لازم اقدامات وشي.»
د یوناما د احصائیو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۵ میلیونه کډوال له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې له کډوالۍ راستانه شوي ۱۱۶ زره کسان ثبت کړي"