
له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې ۵ مېلیونه افغانانو راستنېدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، څه باندې ۵ مېلیونه او ۹۷ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو، هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني، وایي یوازې د روان زیږیز کال په تېرو دوو میاشتو کې ۲۶۸ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي په دې هکله زیاته کړه:«د دغو کسانو له ډلې، ۲ مېلیونه او ۳۸۵ زره او ۱۰۹ تنه مجرد کسان دي، چې له خپلو کورنیو پرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ټولټال شمېر یې ۵ مېلیونه او ۹۷ زره او ۳۷۳ ته رسېږي.»
له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا اداره زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله افغانستان له یوه کړکېچ سره مخ شوی او د کډوالو د ستنېدو بهیر باید باعزته، داوطلبانه او په امن شرایطو کې ترسره شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور په یوه برخه کې راغلي:«یوازې په دوو میاشتو کې ۵۰۰ زره افغانان په زور خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. ستنېدنې باید خوندي، داوطلبانه او له انساني کرامت سره سمې وي. افغانستان داسې مهال د پرځېدو لور بیول کېږي، چې مرستې ورځ تر بلې کمېږي. اوس له هر بل وخته ډېر ملاتړ اړین دی؛ ځکه چې ستنېدونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هڅه کوي خپل ژوند بېرته ورغوي.»
په ایران کې یوه کډوال هادي حسین هم وویل:«په دې ورځو کې د افغانانو ایستل ډېر زیات شوي، هغه کسان، چې د سرشمېرنې پاڼې لري، باید د وتلو اجازهپاڼه واخلي. بیا ورته ۱۵ ورځې وخت ورکول کېږي او وروسته یې پنډغالي ته وړي، چې هلته ډېره ګڼه ګوڼه او ګډوډي ده.»
په پاکستان کې کډوال عتیقالله منصور وايي:«له بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو د بې اسناده کډوالو ایستل لا هم روان دي. البته د یواېناېچسيار د مرستو کمېدل او د کډوالۍ ویزو د غځېدو ستونزو افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.»
تر دې مخکې هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د پراخو ایستلو او هممهاله د نړۍوالو مرستو د زیات کمښت له امله ژوره اندېښنه ښودلې وه.
لومړی نظر وکړئ on "له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې ۵ مېلیونه افغانانو راستنېدل"