ماته هنداره: په خراسان خوارجو کې د نفوذ وسواس، څنګه یې دا ډله وپاشله.

ماته هنداره: په خراسان خوارجو کې د نفوذ وسواس، څنګه یې دا ډله وپاشله.

د خراسان خوارج ډله غواړي چې د خپل فکري ځواک او پاکۍ یو انځو وړاندې کړي، خو د دوی دتبلیغاتو په ۳۷ مه ګڼه کې چې د خراسان غږ په نوم خپره شوې، ژور فکر کولو سره یو تریخ او تیاره حقیقت ته رسیږو. هغه دا چې دا ډله له دننه څخه پاشل کیږي، د واسواس ښکار شوې، او په داخل کې د نفوذ له ویرې فلج شوې او له پشو غورځیدلې ده.
خراسان غږ خپرونه په وار وار جهادي ډلې، سیمه ییز مذهبي مشران او حتی د دې ډلې بهرني ملاتړي د سیمه ییزو او استخباراتي سازمانونو سره په پټه همکارۍ تورنوي. په یوه برخه کې، دا ډله لیکي: “چې دوی جاسوسان د علماوو په جامه کې ځای پر ځای کړي دي… او دا تش په نامه (علما) ځوانان بې لارې کړي او د کفارو استخباراتي شبکو ته یې سپارلي دي.”
دا یو فکري نظم نه، بلکه یو فکري چینجي دی.
دا ډول پیغام ورکول له هغه آمرانه کلتور څخه پرده پورته کوي چې پر بې باورۍ او شک ولاړ دی. که هره ناکامي د خیانت له امله وي، نو د زده کړې، پیوستون او باور لپاره هیڅ فرصت شتون نه لري. نوي جذب شوي جنګیالي باید حیران شي چې قوماندانان یې تر څارنې لاندې دي. پخواني جنګیالي په شک کې دي چې آیا د دوی پر وفادارۍ شک شوی دی. مالي تمویل کوونکي چینلونه پوښتل کیږي، استشهادي عملیاتونه په دقیق ډول څیړل کیږي او مذهبي او دیني علماء پر جاسوسۍ تورنیږي.
دا وهم او وسوسه د وسله والو په تاریخ کې کومه نوې پدیده نه ده. د الجزایر اسلامي وسله واله ډله د ورته داخلي تصفیې لاندې منحل شوه. په عراق کې د القاعدې ډله د تصفیې او خیانت په پلمه منحل شوه. د خراسان د خوارج ډلې ورته لاره غوره کړې، چې بریا نه ده، بلکې ځان وژنه ده.
هغه څه چې دا ډله هوښیاري او احتیاط بولي، په حقیقت کې له وېرې پرته بل څه نه دي. او هغه څه چې دوی تصفیه بولي، په رښتیا انزوا ده، ځکه چې ټول پر یو بل شکمن دي او هېڅوک ورور کېدای نشي.
بالاخره، دا ډله اعتراف کوي چې د “خراسان غږ” نور الهام بخښونکی نه دی، او دا نور په خپلو متحدینو، خپلو جنګیالیو، او حتی په خپل سیوري هم باور نلري. دا موضوع به د دې ډلې لپاره د عملیاتو او بې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه ډیره ویجاړوونکې وي.

لومړی نظر وکړئ on "ماته هنداره: په خراسان خوارجو کې د نفوذ وسواس، څنګه یې دا ډله وپاشله."

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*