
بدخشان کې له تېر نږدې یوه کال راهیسې پر خوارځواکۍ اخته ۶۰ ماشومان مړه شوي
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې په تېرو ۱۱ میاشتو کې نږدې ۱۶ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې له ۶۰ زیاتو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مسوولین د مېندو د شیدو کمښت، سالمو خوړو ته نه لاسرسی، د زېږون ترمنځ کم واټن او د سالمې تغذیې په اړه د عامه پوهاوي نشتون پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لاملونه په ګوته کوي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د تغذیې د برخې مسوول، جاوید محبي و ویل: «په ټوله کې ۱۶زره او ۴۶۸ تنه چې پر خوارځواکۍ اخته و، ثبت شوي او درملنه یې شوې ده. له ۶۰ زیات دغه ماشومان بیا مړه شوي دي.»
د بدخشان اوسېدونکې ګل دستې چې پر خوارځواکۍ اخته خپله دوه کلنه ماشومه د دغه ولایت روغتون ته د درمنلې لپاره راوستې، وایي د اقتصادي ستونزو او په خپله سیمه کې د درملنې د امکاناتو د کمښت له امله یې ماشومه په خوارځواکي اخته شوې او اوس له څه باندې شل ورځو راهیسې بستر ده.
ګل دستې د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: «وایي ښه خوراک کوئ چې ماشوم مو نور پر خوارځواکۍ اخته نشي، غوښه، مېوه او داسې نور خواړه.»
یو شمېر نورې هغه مېندې چې ماشومان یې تر درملنې لاندې دي، وایي د اقتصادي ستونزو له امله اوونۍ او ان میاشتې کېږي چې د پوره خوړو د برابرولو وس نه لري.
د ناروغې ماشومې مور، ملکه وایي: «دوه کاله کیږي چې ماشوم مې ناروغ دی او روغتون ته یې راوړم، اقتصادي وضعیت مو کمزوری دی او د غوښو، مېوو او نورو ښو خوړو د پېر وس نه لرو.»
د ناروغ ماشوم مور، ثریا و ویل: «د بې وزلۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت له امله مې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.ِ»
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د مېندو د شېدو کمښت، په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل، د زیږونونو ترمنځ کم واټن، د سالمې تغذیې په اړه د عامه پوهاوي نشت او اقتصادي ستونزې د ماشومانو د خوارځواکۍ بنسټیز لاملونه بولي.
لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې له تېر نږدې یوه کال راهیسې پر خوارځواکۍ اخته ۶۰ ماشومان مړه شوي"