
مایکروسافټ د چارشنبې په ورځ یو نوی چېپ وړاندې کړ چې وایي کوانټم کمپیوټرونه به د لسیزو پرځای په څو کلونو کې ممکن شي.
یاد شرکت له ګوګل اوای بي اېم سره یوځای اټکل کوي چې د محاسبې ټکنالوژۍ بنسټیز بدلون د هغه څه په پرتله چې په تېره نیمه لسیزه کې باور کېده، ډیر نږدې دی.
کوانټم کمپیوټینګ دداسې محاسبې ژمنتیا کوي، چې د نن ورځې سیسټمونه پکې میلیونونه کلونه اخلي او ممکن په درملو، کیمیا، او نورو ډګرونو کې نویو پرمختګونو ته لارې پرانیزي.
د کوانټم کمپیوټرونو ترټولو ستره ننګونه د کیوبیټ، چې په کلاسیکو محاسباتو کې بیټ ته ورته دی، خورا چټکتیا ده، چې کنټرولول یې ډېر ستونزمن دي او د تېروتلو شونتیاوې یې ډېرې دي.
مایکروسافټ اعلان وکړ چې ددوی «ماجورانا ۱» چېپ د نورو سیالو چېپونو په پرتله کم د تېروتنې ښکار کیږي او د ثبوت په توګه یې په ساینسي ژورنال نیچر کې د خپریدو لپاره یوه ساینسي مقاله وښوده.
د کوانټم کمپیوټرونو د ګټو او کارونې وړتیا د ټیکنالوژۍ د جګپوړو کارپوهانو ترمنځ یوه بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده.
د انویډیا رییس جنسن هوانګ تېره میاشت وویل چې دغه ټیکنالوژي د دوی د شرکت له چېپونو دوه لسیزې لرې ده، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې دې چیپونو ته ستره اړتیا لري.
مایکروسافټ په ماجورانا ۱چېپ باندې څه باندې دوه لسیزې کار کړی. مایکروسافټ وویل چې دغه چیپ یې له انډیم ارسینایډ او المونیم نه جوړ کړی.
مایکروسافټ د چېپ پراختیا لپاره کوم مهال ویش نه دی ورکړی، خو د شرکت په بلاګ کې یې ویلي چې دغه مساله« لسیزې نه، بلکې کلونه» لرې ده.
د مایکروسافټ اجراییه مرستیال جیسن زنډر، چې د شرکت د اوږد مهاله ستراتیژیکو پلانونو نظارت کوي، دغه چېپ خورا مهم ګڼلی.
چېپ د مایکروسافټ کمپنۍ په واشنګټن او ډنمارک څانګو کې جوړ شوی دی.
د هارورډ پوهنتون د فزیک استادفلیپ کیم، چې د مایکروسافټ په څیړنه کې شامل نه و، وویل چې یاد چیپ د فزیک پوهانو تر منځ د لسیزو لپاره یوه مهمه موضوع پاتې شوې او د مایکرو سافټ کار یې « هیښوونکی پرمختګ» بللی.
لومړی نظر وکړئ on "مایکروسافټ د خپل نوي چېپ له لارې «کوانټم کمپیوټرونه» په څو کلونو کې ممکن بولي"