مایکل مکال: داع/ش یو ځل بیا په افغانستان کې سر راښکاره کړی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال خبرداری ورکړی، چې د ا.ا. تر واک لاندې افغانستان کې داع/ش بیا سر راښکاره کړی.

مکال وایي، د ټرمپ اداره چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي، باید د داع-ش خراسان مخ په زیاتېدونکی ګواښ جدي ونیسي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
مکال د دوشنبې په ورځ د ای بي سي ټلویزیون ته وویل، «یوه بله مسله چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان سقوط او تراژیدي ده. موږ په افغانستان او پاکستان کې د داع-ش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یو. “دا واقعا ما اندېښمن کوي.”
ا.ا. ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې داع/ش له منځه وړی او د افغانستان خاوره د بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
خو د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو راپور ښيي، چې دا ع-ش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو او په خپلو لیکو کې د خلکو جذبولو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، داع/ش ان د ا.ا. په امنیتي ادارو کې هم نفوذ کړی دی.
مکال په دې مرکه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې له دا ع-ش سره تړلي اته کسان امریکا ته داخل شوي دي.
هغه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې له دوو اونیو څخه په کمه موده کې خپله دنده پیل کړي، تر څو له دوو سترو ګواښونو، د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داع-ش د رسنیو او انټرنیټي فعالیتونو مخه ونیسي.
مکال د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د دا ع/ش د یوه ملاتړي وروستي برید ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په دې کې شک نه شته چې ترهګري د دغه هیواد لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر هم ویلي، چې په نیو اورلینز کې پر موټر برید باید د بېدارۍ غږ وګڼل شي.
د هغه په وینا: «ځانمرګی برید یوه ساده طریقه ده او دا د اور وژنې ماشین په څېر کارول اسانه دي.”
شمس الدین جبار امریکايي اتباع د نوي کال په مناسبت د نیو اورلینز په ښار کې د کرسمس په بازار کې د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل.
اېف بي ای ویلي، چې هغه له دا ع/ش څخه الهام اخیستی و.
د بریدګر په موټر کې د داع-ش بیرغ هم موندل شوی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مایکل مکال: داع/ش یو ځل بیا په افغانستان کې سر راښکاره کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*