متقاعدین؛ اوس هم خپلو حقونو ته هیله من دي

ځينې متقاعدین یو ځل بیا د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه د خزاینو ریاست مخې ته راټول شوي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د تقاعد حقوق یې ورکړي. 

دغه متقاعدین وایي، تر دې نور صبر نشي کولای او په دغه عمر کې د کار کولو توان هم نه لري. 

د بامیان اوسېدونکی ۷۰ کلن غلام سخي د ژوند۲۹ کاله د هېواد په خدمت کې تېر کړي، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي.

د تقاعد په ورکړه کې دغه ځنډ د غلام سخي او د هغه د کورنۍ ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی.

هغه په دې اړه طلوع‌نیوز ته وایي: «  ۲۹ کاله، اته میاشتې او پنځه ورځې مې دغه هېواد کې خدمت وکړ، راغلي یو درې کاله کېږي، چې زموږ پیسې نه راکوي، موږ له اسلامي امارته څوکۍ او مقام نه غواړو، زموږ پیسې دې راکړي.»

متقاعد، عبدالخالق و ویل: « خلک کور کې د یوې وچې ډوډۍ پیسې نه لري، د یوه ناروغ د درملنې پیسې نه لري، په خدای باور وکړئ، چې زوی مې عمليات کېده، خو ما یې د درملنې پیسې نه لرلې، اوس په کور کې بستر دی.»

یو بل متقاعد، عبدالواسع و ویل: « موږ ته یې و ویل، چې له کندهاره چې د امیر المومینین فرمان راشي، پیسې مو درکوو، خو تر دې مهاله هېڅ اداره موږ ته ځواب نه راکوي.»

ځینې نور متقاعدین بیا له تقاعد ریاسته غواړي، چې د دغه ریاست د اصولو پر بنسټ دې د دوی حقونه ورکړي.

دوی له نړۍوالو بنسټونو هم غواړي، چې د تېر په څېر یې د حقونو د ورکړې په برخه کې لاسنیوی وکړي.

متقاعد، غلام حیدر و ویل: « اسلامي امارت مسوول دی چې د متقاعدینو غم وخوري او حقونه یې ورکړي، موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې د تېر په څېر موږ سره مرسته وکړي، د یوناما دروازې ته لاړو او بیا هم ځو او مرسته ترې غواړو.»

بل متقاعد محمد نادر و ویل: « نږدې ده چې ماشومان مو له ولږې ومري، کاش زموږ ځوانانو ته کاري زمینه برابره وی، چې و وایو چې ځه کار خو شته.»

دغه متقاعدین له تېرو درېیو کلونو راهیسې د تقاعد ریاست مخې ته راټولېږي، خو تر اوسه یې د سرپرست حکومت له لوري د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو اړوند مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "متقاعدین؛ اوس هم خپلو حقونو ته هیله من دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*