متقاعدین: سخت ژمی مو تېر کړ، روژه را روانه ده، حقوق مو راکړئ

ځینو متقاعدینو یو ځل بیا د خپلو حقوق د نه ورکړې له امله د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته لاریون وکړ. 

دوی وايي، له څلورو کلونو راهیسې یې د تقاعد حقوق نه دي ورکړ شوي او له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د تقاعدۍ حقوق یې ورکړي.

خو اسلامي امارت تر دې مهاله د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې د نېټې په تړاو څه نه دي ویلي.

متقاعد، میروېس و ویل: « ډېر سخت ژمی مو تېر کړ او روژه هم را روانه ده، خو هیڅوک موږ ته پاملرنه نه کوي. موږ چاته و وایو؟»

بل متقاعد، حبیب‌ الله و ویل: « پنځه کاله کیږي چې معاش مو نه‌ دی اخیستی. ایا موږ د دې وطن وګړي نه یو؟ ایا کورنۍ نه‌ لرو؟ ایا د دې هېواد خدمت مو نه‌ دی کړی؟»

دغه متقاعدین ټینګار کوي چې په کلونو یې دولتي ادارو کې کار کړی او له امارته تمه لري چې د تقاعد د ورکړې بهیر یې ګړندی کړي. 

متقاعد، ګل ملا بختیار و ویل: «ټولې پیسې مو د موټر په کرایه و لګولې، هیڅوک نشته چې راته و وایي، معاشونه به کله راکوي. ژمنه، ژمنه وي.»

بل متقاعد، سید صاحب شاه  و ویل: « موږ له مشرانو غواړو چې روژه نږدې ده، زموږ معاشونه راکړئ.» 

که څه هم د اسلامي امارت مشر د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې فرمان صادر کړی، خو تر هغې وروسته مسوولانو د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو تازه څه نه دي ویلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "متقاعدین: سخت ژمی مو تېر کړ، روژه را روانه ده، حقوق مو راکړئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*