متقي له ایرانه غوښتی چې افغان کډوال په تدریجي توګه را ستانه کړي

4
3

متقي له ایرانه غوښتی چې افغان کډوال په تدریجي توګه را ستانه کړي

له ایرانه په جبري او نامنظم ډول د افغانانو د ایستلو په تړاو د اندېښنو په دوام، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره ټیلفوني اړیکه کې له دغه هېواده غوښتي چې افغان کډوال په تدریجي او عزتمندانه توګه هېواد ته راستانه کړي.

سید عباس عراقچي په تدریجي او عزتمندانه توګه د افغانانو د ستنولو او د هغوی د حقونو د سرغړونې د مخنیوي په برخه کې د هڅو ژمنه کړې ده.

دواړو خواو پر ځینو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیاء احمد تکل و ویل: «مولوي امیرخان متقي هم د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر د اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر کې باید د تدریجي او باعزته ستنولو اصولو ته درناوی وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي څو افغان کډوال په تدریجي او درناوي سره و ایستل شي او د دوی حقونه خوندي پاتې شي.»

کابل ته بیا له ایرانه تازه راستانه شوي چې په پنډغالو کې مېشت دي، خپل ناوړه اقتصادي وضعیت، د سرپناه نشتوالي او د خپلو اولادونو نامالوم برخلیک ته اندېښمن دي.

له ایرانه را ایستل شوي، باز محمد و ویل: «که سل افغانۍ کار وکړو، پنځه لس سوه ایراني کیږي. دا زموږ خاوره او وطن دی. له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ته اسانتیاوې برابرې کړي؛ موږ هیڅ نه‌لرو.»

بل‌خوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې افغانستان ته د دغې کمېشنرۍ د مشر وروستی سفر ګټور بللی او زیاته کړې یې ده چې راستنېدونکو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو هڅې روانې دي.

عرفات جمال دغه کتنه کې ویلي، ایران د افغانانو د ستونزو په اړه درې‌ اړخیزې تخنیکي غونډې ته چمتو دی. دغه غونډه به په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ کابل کې جوړه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني و ویل: «دغه کتنه کې ښاغلي جمال و ویل چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو په اړه درې‌ اړخیزې تخنیکي غونډې لپاره چمتووالی ښودلی؛ دا غونډه به ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازو په ګډون کابل کې جوړه شي.»

د مرستو په دوام، د بایزید روښان خصوصي پوهنتون هم کابل او ځینو نورو ولایتونو کې له ایران او پاکستانه راستنېدونکو ته نامحدودې وړیا تحصیلي بورسیې ځانګړې کړې دي.

د دې خصوصي پوهنتون رییس، رفیع‌الدین شاهد و ویل: «بایزید روښان پوهنتون د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې په خپلو ښوونیزو بنسټونو کې وړیا تحصیلي بورسیې ځانګړې کړي. دغه بورسیې د ننګرهار په څانګه کې د حقوقو، اقتصاد او فارمسي په پوهنځیو او دغه ولایت کې د بایزید روښان پوهنتون په دویمه څانګه کې د ښوونې او روزنې، حقوقو، انجینرۍ او اقتصاد پوهنځیو کې ځانګړې شوې دي.»

د اسلامي امارت د کډوالو چارو کمیسیون تېره ورځ (شنبه) له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو پر بهیر نیوکه کړې وه او پر دغه هېواد یې غږ کړې و چې دغه بهیر دې د سرپرست حکومت په همغږۍ مخته یوسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "متقي له ایرانه غوښتی چې افغان کډوال په تدریجي توګه را ستانه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*