اترا: د هېواد له ۲۹ میلیونو ډېر وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري

💬0

اترا: د هېواد له ۲۹ میلیونو ډېر وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وايي، د وروستي ټاکل شويو اصولو له مخې د هر جي‌بي انټرنېټ په بیه کې ۱۵ افغانۍ د هرې دقیقې ټیلیفوني مکالمې په بیه کې له ۳۶ سلنې زیات کموالی راغلی دی.

د اترا ویاند، جلال ‌الدین شمس په دې اړه وايي: « په هغه سقف کې چې د ۱۴۰۴ کال لپاره ټاکل شوی و، د خدمتونو بیې راټیټې شوې دي او اوس د بازار د رامنځته شوې سیالۍ له امله مخابراتي شبکې انټرنېټي او مخابراتي بستې په ډېر ټیټ نرخ وړاندې کوي.»

د اترا ادارې ویاند مخابراتي خدمتونو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي لپاره له هڅو هم خبر ورکوي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، دا مهال له ۲۹ میلیونو زیات هېوادوال مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

ښاغلی شمس همدا راز وايي: « د مخابراتي خدمتونو پراختیا هم په چټکۍ روانه ده. یوازې په ۱۴۰۴ کال کې له ۵۰۰ ډېر مخابراتي سایټونه په هېواد کې فعال شوي او نن تر ۲۹ میلیونو ډېر وګړي دې خدمتونو ته لاسرسی لري.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي ټینګار کوي چې باید د هېواد په کچه مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه لا پراخ شي، لګښتونه یې کم او کیفیت یې لوړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي هم وايي: « هر څومره چې په هېواد کې مخابراتي خدمتونه پراخېږي، په هماغه کچه سیمه‌ییز بازارونه کولی شي ملي بازارونو ته لاسرسی ومومي او د سیالۍ او بازارموندنې برخه شي. د انټرنېټي خدمتونو پراختیا د بازارموندنې او د کیفیت د ښه‌والي لپاره د سیالۍ زمینه هم پیاوړې کوي.»

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې انټرنېټ ته لاسرسی زیات شوی، خو لا هم د ټیټ کیفیت او لوړو بیو له امله د هېوادوالو له نیوکو سره مخ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اترا: د هېواد له ۲۹ میلیونو ډېر وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*