د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له ځینو مخابراتي شرکتونو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند وایي، دغه سایټونه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې جوړیږي.
د مخابراتو وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي و ویل:« څوارلس مخابراتي سایټونه هغو سیمو لپاره په پام کې نیول شوي چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي. دا سایټونه به په یوه کال کې فعال شي، او په فعالیدو سره به یې یادې سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.»
د هېواد په ځينو برخو کې د مخابراتي سايټونو نشتوالى يو له هغو ستونزو ده چې لا هم نه ده حل شوې.
د کابل اوسېدونکي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي سایټونو جوړول یو مهم ګام بولي.
د کابل اوسېدونکي، احمد و ویل: « شاوخوا څوارلس سایټونه به د بېلابېلو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې جوړ شي، چې دا ډېر ښه کار دی، ځکه د خلکو ستونزې به حل شي او همدارنګه خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د کابل بل اوسېدونکي، زمری سالنګي و ویل: « مخابراتي سایټونه په عملي توګه د پرمختګ یوه نښه ده، چې د هېواد لپاره یو ښه ګام دی.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوس مهال دغه وزارت په څه باندې ۵۷۴ مخابراتي سایټونو کار کوي، چې له دې ډلې د څه باندې ۵۷ مخابراتي سایټونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

لومړی نظر وکړئ on "د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک شو"