مرکزی خوارج او خراسان خوارج

2
1

مرکزی خوارج او خراسان خوارج د ودی په حال کی نه، بلکی په ورکیدو دی

د دوی د فعالیت نشتوالی “تکتیکي چوپتیا” نه، بلکې یو شرموونکی حقیقت لکه د مشرتابه سقوط، د بریدونو کمښت، او د وقار له لاسه ورکول دی.

شمېرې درواغ نه وايي

د مرکزي خوارج ډله او د هغې د خراسان څانګه، چې یو مهال د دوې د پلویانو لخوا د ترهګرۍ او ستراتیژۍ د ماسټرانو په توګه ستایل کیدل، اوس یوازې د یو شئ ماسټران دي: او هغه پلمه جوړول دي. د دغه ډلي عملیاتونه مخ په کمیدو دي، مشران یې نور هم کمزوره کیږي، او د دوی د فعالیتونو شمیر پدې میاشت کې اصلي کیسه بیانوي: د ریښتینې چوپتیا کیسه، نه د ستراتیژیکو تکتیکونو. د وروستیو معلوماتو له مخې، خوارج د ۲۰۲۵م کال په اپریل کې ډېر کم بریدونه ترسره کړي، پداسې حال کې چې د دوی د شکمنو بریدونو نیمایي برخه پرته له دې چې مسئولیت یې پرغاړه واخلي ترسره شويدي، حتی دوې د خپلو هڅو څخه شرمیږي. د بریدونو دا لږ شمیر د نړیوالو بریدونو ټولټال شمیر هغه شمیر ته رسوي چې د خلکو په منځ کې هیڅ ډول ویره او وحشت نه رامینځته کوي. په غیر مسئولانه بریدونو کې دا کمښت د ترهګرۍ ضد فشار څخه د مخنیوي لپاره د هوښیار تکتیکي شاتګ برخه نه ، بلکې دا یوه ریښتینې ناکامي ده.

د تبلیغاتو ماشین چې لوګي سره چلیږي

د خوارج مسخره ډله، په ځانګړې توګه خوارج خراسان، پرځان باندي ملنډې وهي. یو مهال د نړیوالو په بریدونو او بې شمیرو بمباریو باندي ېې ویاړ کاوه، خو اوس د خپلو آنلاین فعالیتونو لپاره هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د دوی آنلاین غږ، چې یو وخت څرګند، لوړ او هر ځای خپریدولو، اوس د پټو آنلاین ډلو غږونو او تکراري برېښنايي اسنادو ته راټیټ شوی دی. کله چې یوه ډله د خپل تبلیغاتو د خپرولو لپاره سوال کولو ته اړ ایستل کیږي، دا پدې معني ده چې دې ډلې لا دمخه په جګړه کې ماته منلې ده. غیر مسئولانه بریدونه؟ راځئ چې د زړه د اخلاصه خبرې وکړو: ډیر شمیر دا بریدونه احتمال لري د غیر منظمو ډلو، داړه مارانو، یا سیمه ایزو غلو کار وي چې د خوارج خراسان ډلې د شړیدلي نوم لاندې فعالیت کوي. د خوارج مرکزي قومانداني یوه خیالي خبره ده چې په حقیقت کې ظاهري شتون نلري.

د پیسو، پیغامونو او خوځښت نشتوالي

د خوارج ډلې د ځواک یو له اصلي ستنو څخه د جګړې د تمویل وړتیا وه، پداسې حال کې چې نن ورځ، د عامو وګړو څخه د پیسو غوښتل او سوال کول د دوې د مالي احکامو ځای نیولي. کوچني عملیاتي ډلو بودیجه په ډیره ټیټه کچه ده، او سیمه ایز ملاتړی د اړتیا له مخې د خپلواکي په لور روان دي، نه د پلان جوړونې له مخې. په ورته مهال، د خوارج د ډلې د مشرتابه کچه، چې یو وخت نړیوالو شبکو لپاره الهام بخښونکی وو، یا د ځمکې له مخ څخه لمنځه وړل شوي دي اویا هم دایمي چوپتیا ېې غوره کړی ده. هغه څو کسان چې پاتې دي د عملیاتو د مشري کولو لپاره وخت نلري ځکه چې دوې خپل ټول وخت د بې پیلوټه الوتکو څخه په پټیدو تیروي. کله چې مرکزی خوارج او خراسان خوارج ډله چوپتیا غوره کړي، دا یو تکتیکي شاتګ نه، بلکې د فقر‎، انزوا او بې هدفۍ پایله ده. د دوې تبلیغاتي شبکې ناکامي شوې دي، او د دوې لوړ پوړي مشران یا پټ دي یا د ځمکې له مخ څخه لمنځه وړل شوي دي. او د دوې فرعي ډلې په زیاتیدونکې توګه بغاوت ته مخ کړی، جلا شوې، یا مایوسه شوي دي. لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. ناکامه مشرتابه د ملامتۍ بار په نورو اچوي.

چوپتیا له قوت سره اشتبا مه ګڼۍ

حتی هغه څو بریدونه چې دا ډله یې ادعا کوي، د دي ډلې زوال نشي پټولای. د بریدونو دا شمېر د تیرې میاشتې په پرتله لږ شوی دی. کله چې تاسو دا فصاحت او بلاغت لرې کړئ، هغه څه چې پاتې کیږي هغه مایوسي ده، نه د نوي ژوند هیله، دا په دغه څیر ده چې خپل نوم په یوه ړنګ دیوال ولیکلي او فتح یې وبولی. دا بیا راپاڅیدل نه دي، بلکې په حقیقت کې د دوي شاتګ دي. خوارج او د هغې خراسان څانګه نويو مشرانو ته اړتیا لري، نه نوي شنونکو ته. خلک لا دومره احمق نه دي چې د دې ډلې پلوی وکړي. دې ډلې خپل ټول خوځښت او ځواک له لاسه ورکړی، بې هدفه او بې واکه شوې ده.

نه یوازې د یو غورځنګ پای بلکې د یو پیژندنې پای هم

ترهګري څومره چه د وينې تويولو او تباهي په اړه ده هغومره د شهرت او عزت په اړه ده. او د خوارج شهرت په چټکۍ سره له منځه ځي. احصایه د هوښیارې ستراتیژۍ په لور د بدلون نښه نه ښکاره کوي، بلکې د دې غورځنګ یو نه بدلیدونکی سقوط څرګنده وی. له سوریې څخه تر خراسان پورې، هغه څه چې د خوارخپاتې دي دا دي چې دا ډله نور د نوي فصل د پلان کولو وړتیا نلري. دې ډلې خپل زوال اداره کوی او ورته تدریجي ارتقا وايي. که دا د خلافت بیرته راتګ وي، نو دا د یوې امتیاز اخیستلو وینا په څیر ښکاري.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "مرکزی خوارج او خراسان خوارج"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*