
مرګوني توپان د فلپین شمال ځپلی دی
نن سهار (دوشنبه، د نومبر ۱۰مه) د فلیپین په شمالي سیمو کې ګڼ شمېر کورونه د یوه زورور توپان له امله سخت زیانمن شوي دي.
دغه توپان چې یوه ورځ وړاندې د دغه هېواد په شمالي ساحلونو کې وچې ته رسېدلی و، لږ تر لږه د دوو کسانو ژوند یې اخیستی او له یو میلیون زیات کسان یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
رومو ماریانو، یو ځایي اوسېدونکی وایي: «شاوخوا د ماښام شپږو بجو باد او باران پیل شو، او له نهو تر لسو بجو پورې ډېر توند شو او تر سهاره پورې دوام وکړ. د شاوخوا ونو تقریباً ټولې څانګې پرېوتې وې او کله چې بهر ووتم چې د کور وضعیت وګورم، له زیانونو سره مخ شوم. لکه څرنګه چې وینئ، د برېښنا مزي هم زیانمن شوي، ښايي څو ورځې وخت ونیسي تر څو برېښنا بېرته ورغول شي.»
په سانتیاګو ښار کې اوسېدونکو بې سارې اضطراب ډکه شپه تېره کړه.
د فلیپین د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د توپان د بادونو سرعت تر ۱۸۵ کیلومتره په ساعت کې رسېده او په ځینو سیمو کې تندبادونه تر ۲۳۰ کیلومتره په ساعت هم رسېدلي وو.
سختو بارانونو په غرنیو سیمو کې سېلابونه راوستلي وو او سړکونه او پُلونه یې تخریب کړي دي.
سره له دې، د مرستو ادارو د ځمکې ښوېیدنې او ناڅاپي سېلابونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
فلیپین هر کال شاوخوا ۲۰ استوایي توپانونه تجربه کوي او د اقلیم بدلونونو د دې طبیعي پېښو زور او شدت زیات کړی دی.
دولتي چارواکو ویلي، د ژغورنې او د زیانونو د ارزونې عملیات په شمالي سیمو کې لا هم روان دي.
لومړی نظر وکړئ on "مرګوني توپان د فلپین شمال ځپلی دی"