
مرګوني سېلابونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان مړه شوي او ۷ ټپیان دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملی ادارې د معلوماتو لهمخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د کابل په ګډون په شلو ولایتونو کې شپږ کسان مړه شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې د شمېرو لهمخې، په همدې موده کې له ۴۰۰ څخه ډېر کورونه بشپړ یا جزوي ویجاړ شوي او همدارنګه یو اندازه کرنیزې ځمکې او لسګونه کیلومتره سړکونه هم تخریب شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي: «د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، اروزګان، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، کونړ او لغمان ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله شپږ تنه وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي دي.»
دې سره جوخت د ترانسپورت او هوايي چلند د هوا پېژندنې ریاست هم خبر ورکړی چې د هېواد په ختیځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې، د باران او واورې ورېدو اټکل شوی دی.
د دغه وزارت، د هوا پېژندنې رییس، محمدنسیم مرادي ویلي: «د ورښت احتمال، د هېواد په ختیځو، شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو او مرکزي سیمو کې د سختو واورو او بارانونو له تندر او برېښنا سره یو ځای اټکل شوی دی. همدارنګه په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي سیمو کې د باد چټکتیا له ۱۰ تر ۶۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوې ده.»
اقتصاد وزارت هم ویلي چې د سېلابونو او وروستیو بارانونو له اغېزمنو شویو خلکو سره د بشري مرستو د همغږۍ او جذب لپاره هڅې روانې دي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: «موږ له ملي سوداګرو او نړیوالو سازمانونو سره په اړیکه کې یو او د کورنیو ادارو له لارې هم هڅه کوو چې زیانمنو ته مرستې ورسېږي.»
د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې د شمېرو لمخې، د وري له شپږمې تر دې دمه د بارانونو او سېلابونو له امله ۴۸ تنو ژوند بایللی او له ۷۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "مرګوني سېلابونه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان مړه شوي او ۷ ټپیان دي"