مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو کې څه باندې ۸ زره جي‌پي‌اس وسیلې لګول شوي

Photo: Patrick Langwallner

مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو کې څه باندې ۸ زره جي‌پي‌اس وسیلې لګول شوي

د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزرت وایي چې د دغه وزارت له لوري موټرو ته د جي پي اس د لګولو بهیر روان دی.

دغه وسېلې چې په ځيرکو کولپونوهم مشهورې دي، هره شېبه د موټر د څارلو اسانتیا برابروي او د موټرو د سرعت په کنټرول کې مرسته کوي، چې د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي طلوع‌نیوز ته و ویل: « د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزرت مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو ته څه باندې اته زره جي پي اس الې لګولي دي. د دغو الو لګولو هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابروي او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د مسافرو د خوندیتوب لپاره غوره ګام دی.»

بلخوا، یو شمېر موټرچلوونکي او ټرنسپورټي شرکتونه هم د GPS د وسېلې لګول هره شېبه د موټرو د سرعت د کنټرول او ان د موټر چلوونکو د چلند د ارزونې لپاره مهم ګڼي او وايي، چې د GPS نصبول د مسافرو د خوندیتوب له زیاتېدو سره هم مرسته کوي.

موټر چلوونکی ولي محمد په دې اړه وایي: « د دې وسیلې د لګولو ښېګڼه دا ده چې دولت کولی شي کنټرول وکړي. دولت پوهېدلی شي چې چیرته یې، څنګه یې او که سرعت دې ډېر وي نو دولت زنګ درته وهلی شي او ویلی شي چې سرعت دې ډېر دی او د مسافرو ژوند په خطر کې دی نو سرعت دې کم کړه.»

 د ټرانسپورټي شرکت استازي توفیق احمد و ویل: « د جي پي اس لګول یوه اسانتیا ده او کولي شي موټر تر کنټرول لاندې ولري.»

 یو شمېر سوداګر هم سوداګریزو، ترانزیټي او مسافر وړونکو موټرو ته د څارونکو وسېلو نصبول، د ټرانسپورت د امنیت او د مسافرو او سوداګریزو توکو د خوندي لېږد لپاره اغېزناک بولي.

سوداګر امید حیدري د طلوع‌نیوز خبریال ته داسې و ویل: « کله چې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کوو، په ټولو موټرو کې جي پي اس لګول کیږي او دا د صادراتو او وارداتو بهیر کې اسانتیا راولي او زیاتولی یې شي. دا چاره د ټرانسپورټ په سکټور کې هم پرمختګ رامنځته کوي.»

د مسافر وړونکو موټرو لپاره قانوني سرعت په ساعت کې ۱۰۵کیلومټره ټاکل شوی او دا وسېلې د ناقانونه سرعت راپور ورکوي. دغه راز، مرکز له موټر چلوونکو سر په اړیکه کې وي او د هغوی لپاره ټاکل شوی سرعت په دوام داره توګه تعقیبوي.

دغه طرحه، چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړه شوه، ویل کیږي چې د ټرانسپورټ د تنظیمولو او د عصري ټکنالوژیو د کارولو لپاره د سرپرست حکومت د هڅو یوه برخه ده، او تمه کیږي چې د دغه سیسټم په پراختیا سره به د هیواد د ټرانزیټ سکټور کې روڼتیا او او اغېزنکتوب د پام وړ زیات شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو کې څه باندې ۸ زره جي‌پي‌اس وسیلې لګول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*