امریکا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر ټکر

یوه مسافر وړونکې الوتکه د پایتخت واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره له جنګېدلو وروسته د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.شریک کول

د متحده ایالاتو د هوايي چلند مقامات او سپینه ماڼۍ وايي چې یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د پایتخت واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره جنګېدلې او د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.

پېښه په ځايي وخت د چهارشنبې د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې شوې او د لسګونو کسانو د مړینې وېره ښودل شوې ده.

د ژغورنې کارکوونکو او غوپه وهوونکو د شپې په تیاره کې د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څېرمه د پوټامیک سیند په یخو اوبو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کاوه.

امریکن هوايي شرکت تائید کړې چې له کنزاس ایالت څخه پایتخت واشنګټن ته په تلونکې الوتکې کې ۶۰ مسافر او څلور عمله ناست وو. د امریکا پوځ هم وايي چې په څرخي الوتکې کې درې تنه سپاره وو.

د ژغورنې د چارو مسئولینو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو په پېښه کې د مړو شمېر تائید نکړ او ویې ویل چې اوس ټول پام د ژغورنې عملیاتو ته اوښتی دی.

د واشنګټن د اطفائیې د ادارې مسئول جان ډانلي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا څوک ژوندي پاتې دي، وویل: “موږ تراوسه نه پوهیږو، خو هڅې روانې دي.”

ډانلي وویل چې شاوخوا ۳۰۰ ژغورونکي د پیښې ځای ته رسېدلي چیرې چې د الوتکو پاتې شونې موندل شوي او د شپې په تیاره کې د ۲.۵ متره ژور سیند په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

سیمه ایزې رسنۍ وایي چې دغه الوتکه هوايي ډګر ته کښته کېدو پر مهال له هلیکوپتر سره جنګېدلې ده. په دغه میدان کې ټول پروزاونه ځنډول شوي دي.

د امریکا سي بي ایس تلویزیون د ځايي سرچینو په اساس، خبر ورکړی چې له اوبو څخه ۱۹ مړي ایستل شوي. د این بي سي تلویزیون دا شمېر ۳۰ ښودلی دی.

د کنزاس ایالت سناتور راجر مارشال یوې خبري غونډې ته وویل: “موږ له هغو کورنیو سره غمشریکي کوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي… د دومره کسانو له لاسه ورکول لویه غمیزه ده.”

د دغه ټکر د علت او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه معلومات ورکړل شوی ندی.

د رویټرز خبري اژانس د امریکايی چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې د امریکن هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه د بلک هاک له هلیکوپتر سره جنګېدلی ده. د امریکا د پوځ یو مقام د یوې پوځي الوتکې ټکر تائید کړی دی.

د امریکا د هوايي چلند اداره وایي، چې د پي اس ای هوايي شرکت الوتکه د کنساس د وچیتای له ښار څخه پرواز کړی و.

د راپورونو له مخې کنساس د وچیتای له ښار څخه واشنګټن ډي سي ته د ” امریکن ایګل” په نوم په ۵۳۴۲ نمبر الوتنه کې ۶۰ تنه مسافر سپاره وو.

د امریکا پوځ دا منلې چې ددغې الوتکې سره کوم هلیکوپتر چې ټکر کړی هغه ددغه پوځ اړوند بلک هاک هلیکوپتر وو.

د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې کسانو لټون دوام لري.
د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې کسانو لټون دوام لري.

د واشنګټڼ ډي سي ښاروال موریل براوسر په دې پيښه ژوره خواشیني ښودلې ده.

په دې الوتکه کې د نورو مسافرو سربیره، د امریکا د فیګر سکېټینګ (د یخ په سر نڅا) ادارې ویلي چې د هغوی د ټیم یو شمېر لوبغاړو، د هغوی روزونکو او د کورنیو ځینو غړو هم سفر کاوه.

د ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: “موږ ددې غمیزې او له کبله یې د رامنځته شوې نه ډکېدونکې تشې له کبله سخت غمجن شوي یو. د قربانیانو کورنۍ زموږ په زړه کې دي.”

کرملین او د روسیې رسنیو ویلي چې د یخ په سره د نڅا جوړې ایوجینا شیشکووا او وادیم ناوموف او ځینو نور رسوي لوبغاړو هم په دغه الوتکه کې سفر کاوه.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: “نن له واشنګټن څخه بد خبر دی. موږ بخښنه غواړو او [د قربانیانو] کورنیو او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو.”

په مسافر وړونکې الوتکه کې ثبت شوي معلومات ښيي چې د پیښې پر وخت له ځمکې څخه ۱۲۰ متره لوړه وه. د سیند پر غاړه پورت کنیډي مرکز په امنیتي کمرو کې په ثبت شویو ویډیوګانو کې، په هوا کې دوه ګروپونه لیدل کیږي چې له یو بل سره ټکر کوي او وروسته د اول لمبه رامنځته کیږي.

له پېښې وروسته په ریګن هوايي ډګر کې ټول پروازونه ځنډول شوي.
له پېښې وروسته په ریګن هوايي ډګر کې ټول پروازونه ځنډول شوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي د رونالد ریګن د هوايي ډګر د څارنې د برج پر کړنې باندې انتقاد کړی دی او ویلي دي چې باید ددغې پیښې مخنیوی شوی وای.

هغه د “تروت سوشل” په خپله پاڼه کې لیکلي چې دا مسافر وړونکي الوتکه د هوايي ډګر په لور په عادي ډول د حرکت په حال کې وه، خو ددې الوتکې په لور د پوځي هلیکوپتر اوږد حرکت ددې پیښې رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس ویلي: ” اسمان صاف وو او د الوتکې څراغونه هم روښانه وو، ولې هلیکوپتر پورته لاړ نشو او یا ښکتنه رانغی یا یې خپل مسیر بدل نکړ؟ ولې د څارنې برج ( د رونالد ریګن هوايي ډګر) د هیلکوپتر پیلوټ ته ونه ویل چې باید څه وکړي، ددې پرځای چې له هغه یې پوښتلي چې الوتکه یې لیدلې او که نه”.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ دا پېښه “سخته غمیزه” بللې ده. هګسټ په ایکس شبکه کې لیکلي: “د لټون او ژغورنې عملیات اوس هم روان دي. ټولو اغیزمنو شویو او د هغوی کورنیو ته دعا کوو.”

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتدر پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

مسافر وړونکې الوتکېک مسافر وړونکې الوتکې

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر ټکر"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*