مطیع الله تراب نن خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو

1
1
Photo: Nina Zeynep Guler

مطیع الله تراب نن خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو

د پښتو ژبې ستر او حماسي شاعر، مطیع الله تراب جنازه نن (سه شنبه) په ننګرهار کې د قومي مشرانو، د ادب مینوالو، سیمه ییزو مشرانو او ګڼو هېوادوالو په حضور کې ترسره شوه.

مطیع الله تراب تېره شپه په خوست ولایت کې د زړه د حملې له امله ومړ.

تراب د خپلو انقلابي او ولسي شعرونو له امله د خلکو ترمنځ زیات شهرت درلود.

د اسلامي امارت او ځینو پخوانیو چارواکو، سیاسي څېرو، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د مطیع الله تراب پر مړینه خواشینې ښودلې او هغه یې د ولس د احساساتو استازی شاعر بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي: «د ولسي شاعر مطیع الله تراب مړینې سخت متاثره کړو او کورنۍ ته یې د صبر جمیل غوښتونکی یم.»

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي لیکلي: «مطیع الله تراب د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پېغام یې تل په خپلو اشعارو تر خلکو رساوه.»

د پوهنتون پخواني استاد او لیکوال، اسماعیل یون و ویل: «د افغانستان د فرهنګ لپاره ستره ضایع ده خو بله لار نشته، دغه د ټولو لار ده. خو تراب صېب دې وطن ته خپل کار کړی او څه یې چې له لاسه کېدل هغه یې وکړل.»

ورته مهال، ځینې شاعران او ادب پال د پښتو ژبې د دغه خوږ ژبي شاعر مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره ستره ضایعه ګڼي او په خبره یې، د تراب تشه به تر ډېره احساس شي. 

شاعر او لیکوال، اکرام الدین مفتون و ویل: «دا تقریباً د فرهنګ جنازه وه، د افغانانو سپینه ژبه خاموشه شوه، دا د شاعرانو غرور دفن کیږي.»

د پوهنتون استاد، جاوید مومند په دې اړه و ویل: «تراب صاحب د ټولنې په رغونه کې ډېر زیات زیار ایستلی دی.»

مطیع الله تراب د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د ژوند ډېره برخه یې په خوست کې د فلزکارۍ په کاروبار تېره کړې او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.

سپین بغاوت، زه په خپل کړي بغاوت پېښمانه نه یم او تعجب نه دی په دې دومره رقیبانو کې ژوند د ښاغلي مطیع الله تراب درې چاپ شوې شعري ټولګې دي.

منبع

1 Comment on "مطیع الله تراب نن خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*