ملابرادر: وارداتي برېښنا ته اړتیا ورځ تر بلې کمیږي

ملابرادر: وارداتي برېښنا ته اړتیا ورځ تر بلې کمیږي

د رییس الورزاء اقتصادي مرستیال په لغمان کې د لمریزې برښنا پروژې چارو پيل پر مهال وايي د دغه ډول پروژو پلیتابه سره به په تدریجي ډول د وارداتي برښنا اړتیا له منځه لاړه شي.

ملا عبدالغني بردار زیاتوي چې سرپرست حکومت په کوردننه صنعتګرو ته د اسانتیاو برابرولو ته ژمنتیا لري او د برښنا د تولید په موخه اووه تړونونه لاسلیک شوي دي.

هغه و ویل: (د هېواد په داخل کې د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي په تدریجي ډول له بهرنیو هېوادونو پر برېښنا زموږ اتکاء را کمه کړي.)

د دغې پروژې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي چې بشپړېدو سره به یې لس زره کورنۍ او صنعتګر له برښنا برخمن شي.  

د برښنا شرکت عمومي رییس، عبدالباري عمر بیا وايي: (دا به ان شاءالله اخري ورځ نه وي چې موږ دلته ولاړ یو، له دې وروسته به په نورو ولایتونو کې افتتاح ګانې کوو، موږ سږ کال تقریباً د ٢١ میلیارده افغانیو په ارزښت افتتاح ګانې لرو، چې دغه ٢١ میلیارده افغانۍ به ټولې د برېښنا د تولید او سرمایه ګذارۍ په برخه کې مصرفېږي.)

د اماراتي شرکتونو لوی رییس، احمد جان بلال هم څرګندوي چې: (په کندهار ولایت کې درې سترې پروژې افتتاح شوې چې له کجکي برېښنا بند څخه تر کندهار ولایت پورې د برېښنا د مزو غځول وو او د زابل ولایت د کلات ښار یو سبسټېشن وو او همدا راز د کندهار ښار په شرقي برخه کې یو سبسټېشن وو.)

ورته مهال سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په لغمان کې پانګونې ته هر ډول زمینه برابره ده، کورني او بهرني پانګه وال کولای شي چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي.   

د لغمان والي، شېر احمد حقاني په دې اړه وايي: (په دغسې ځایونو کې چې مونږ او تاسو ورته ضرورت لرو دوی ته دعوت ورکوو په ټول افغانستان کې خصوصاً لغمان ولایت کې پروژې پلې کړي، تاسو ته معلومه ده چې مونږ په ټولو پروژو کې ډېر همکار پاتې شوي یو.)

د پلي کوونکي شرکت مسوول، محمد نبیل قریشي خپل نظر داسې شریکوي: (لکه څومره چې شبکه پراختیا پیدا کوي ان شاءالله چې مونږ به په دې برخه کې خپلې پانګونې ته هم پراختیا ورکوو.)

دا په داسې حال کې ده چې برښنا شرکت درې اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې د څلوېښت مېګاه واټه لمریزې برښنا تولیدوونکې پروژې د جوړولو چارې پیل کړې وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملابرادر: وارداتي برېښنا ته اړتیا ورځ تر بلې کمیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*