ملاله یوسفزۍ: د دوحې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون حق نه ورکول د منلو نه دی

د افغان چارواکو په غوښتنه د دوحې راتلونکې غونډه کې د افغان مېرمنو او د بشري حقونو د ټولنو استازو نه بللو ته د غبرګونونو په لړ کې د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره خبرې کړي او خپله اندېښنه يې په ډاګه کړې ده.

هغې په یوه بیان کې ویلي، دا د دې لپاره د اندېښنې او ناهیلۍ خبره ده چې د دوحې د غونډې اصلي خبرو کې د بشري حقونو مدافعین او افغان مېرمنې له ګډونه بې برخې شوې دي.

د افغان چارسمبالې اداره کې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه لري او هغه دا چې د افغان حکومت نه غواړي چې پکې د نجونو پر ښوونځيو، ټولګډوني حکومت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو بحثونه وشي.

ملاله یوسفزۍ وايي، دا د منلو نه ده چې ملګري ملتونه په داسې یوه غونډه کې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په کې خبرې کېږي، ښځو ته مرکزي رول ورنه کړي.

د هغې له نظره دا په ناسمه توګه دې ته اشاره ده چې د نړۍ مشران د افغان حکومت له غوښتنو سره غاړه وړي او افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه مهم لومړیتوب نه دی.

ملالۍ یوسفزۍ په نوی حکومت کې پر افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دا دې ټولو ته واضح وي چې د طالبانو کړنې په سيستماتيکه توګه د ښځو د حقونو، حیثیت او ژوند محوه کول دي او دا د جنسیت پر بنسټ توپیري چلن یا جنسیتي اپارتایډ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملاله یوسفزۍ: د دوحې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون حق نه ورکول د منلو نه دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*