ملګرو ملتونو: افغانستان کې امنیتي پیښې ۵۵٪ زیاتې شوي دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې په ۱۳ په خپل یو وروستي راپور کې په افغانستان کې تر ۵۵ فیصدو پورې په امنیتي پیښو کې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: “د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اول او د مې د میاشتې ۱۳ پورې ملګرو ملتونود امنیت اړوند ۲۵۰۵ پیښې ثبت کړي دي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې موده په پرتله ۵۵ فیصده زیاتوالی ښيي”.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې د نشه يي ټوکو اړوند پیښې د ۲۱۲ پیښو څخه ۴۱۸ پیښو ته زیاتې شوي چې د نشه يي توکو اړوند پیښو کې په مجموعي ډول ۹۷ فیصده زیاتوالی ښيي. ډیرې دغه پیښې د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، جنوب ختیځ او جنوب کې پیښې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې د وسله والو نښتو ۱۰۶ پیښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې د تیرکال په همدې موده کې ددغسې پیښو شمیر ۷۵ ته رسیدلی وو، خو دا راپور وايي چې په لاس د جوړو شووو بمي چاودونو په شمیر کې ۳۴ فیصده کموالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددغسې چاودنو ۱۹ پیښې یې ثبت کړي دي. تیرکال په همدې موده کې ددغو پیښو شمیر ۲۹ ته رسیدلی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د لومړۍ ورځې څخه د مې د میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې د افغانستان د ازادۍ جبهې او د مقامت ملي جبهې چې دواړه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې دي تر ډیره د کابل په ښار کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه باندې تمرکز کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د ازادۍ جبهې ۱۴ تائید شوي بریدونه په کابل کې ترسره کړي او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې هم ۲۹ تائید شوي بریدونه ترسره کړي، چې ۲۰ بریدونه په کابل، دوه په تخار، دوه په بغلان او یو برید په پروان ولایت کې ترسره کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: “دواړو ډلو د طالبانو د ځواکونو پر وړاندې د ضربې او فرار د تکتیک څخه کار اخیستی او په ۲۲ بریدونو کې یې لاسي بمونه کارولي دي او په اوو نورو بریدونو کې یې په لاس د جوړو شویو بمونو څخه کار اخیستی دی”.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش د فبرورۍ د ۲۸ څخه د مې د میاشتې تر ۱۵ پورې شپږ بریدونه ترسره کړي چې په کې د طالبانو د ځواکونو ۲۵ وسله وال او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د طالبانو ۴۵ وسله وال او ۱۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په کندهار کې د کابل بانک مخې ته برید کې چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستي و د طالبانو امنیتي منسوبینو چې د برید پر مهال یې د بانک څخه معاشونه اخیستل زیاته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: “د خراسان څانګې داعش همداشان په خپلو تبلیغاتو کې د نړیوالې ټولنې ګواښولو ته دوام ورکوي او په عین وخت کې په پراخه سمیو کې بریدونه هم هڅوي”.

ددغه راپور پر اساس د طالبانو امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د داعش پورې تړلي وسله وال یې نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په دغه راپور کې ځینې نورې پیښې هم یادې شوي چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو په فعالیتونو اغیز درلود.

په راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې له اول څخه د مې د میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې ۳۱ امنیتي پیښې ثبت کړي چې مخامخ یې د ملګرو ملتونو په کارکوونکو باندې اغیز لرلی دی.

په راپور کې ویل شوي د غلا ۱۳ پیښې، د ځورونې اوه پیښې، د نیولو دوه پیښې د لاسي بم یوه پیښه او اته نورې پیښې په دغو امنیتي پیښو کې شاملې وې.

په دې راپور کې ویل شوي: “اوه نورې پیښې پر ودانیو، د ملګرو ملتونو په دفترونو او سامان الاتو باندې اغیزه وګړه د هغې له ډلې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د مارچ د میاشتې په څلورم په جبري ډول د طالبانو د استخباراتو د عمومي ادارې د غړو داخلیدل د تیرکال د همدې مودې پرتله چې ۳۰ دغسې پیښې ثبت شوې وې یو جزيي زیاتوالی ښيي”.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور دمخه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو یو بل خپور شوي راپور ته تند غبرګون ښودلی وو او ویلي و چې دغې ادارې په خپل راپور کې د نشه يي توکو قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو عملیات هم په افغانستان کې په امنیتي پیښو کې حساب کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې داعش په ګډون هیڅ کومه نظامي ډله فعاله نه ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګرو ملتونو: افغانستان کې امنیتي پیښې ۵۵٪ زیاتې شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*