د ملګرو ملتونو استازې: باید د ټولو اړخونو ترمنځ اعتماد جوړ شي

ملل متحد
ملل متحد

د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمیري دیکارلو د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲ (چنګاښ۱۲) د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره له ملاقات وروسته وویل چې د ټولو اړخونو ترمنځ اعتماد جوړول ضرور دي.

هغې وویل چې دا اعتماد جوړونه باید «د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو بشري حقونو د تړونونو په اساس وي چې افغانستان یې برخه» ده.

دیکارلو وویل: «موږ لا د دوحې د پروسې په پيل کې یو… صبر ته ضرورت لرو… باید واقعیت منونکي واوسو. باید د رښتینوالۍ په اساس خبرې اترې وکړو.»

د ملګرو ملتونو دغې مشرې وویل چې د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره په غونډې کې د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي هم وو او د ښځو او اقلیتونو د حقوقو، د نجونو د تعلیم، رسنیو، تجارت او یو شمېر نورو موضوعګانو باندې بحثونه وشول.

په دغې ټولنې کې د افغانستان د مدني ټولنې اتو او د ۱۶ هېوادونو استازو برخه لرله، خو دیکارلو د افغان ښځو د موجودیت په اړه معلومات ورنه کړل. هغې ټېنګار وکړ چې د مدني ټولنو دغه استازي په خپل استازیتوب غږېږي.

دیکارلو ټېنګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو او د ټولنو د ټولو غړو شمولیت به د عمده بحثونو په توګه پاتې وي. دیکارلو زیاته کړه: «موږ د ټولو اړخونو لپاره د پایلو او ژمنو په اړه د واضح درک سره ګام په ګام یوه اصولي تګلاره تعقیبوو. موږ لا هم د دغې پروسې په پیل کې یو.»

هغې ټېنګار وکړ چې د دوحې د پروسې پيل او په اینده کې د دا ډول نورو پروګرامونو هدف «د افغانستان له خلکو سره مرسته» کوي ‌دي.

د دوحې غونډه د افغانستان د ښځو د استازو له موجودیت پرته پیل شوې وه.

دیکارلو په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه د مطرح شویو انتقادونو څخه په بشپړ ډول خبره یم او هغه درک کوم او غواړم پر څو موضوعاتو باندې ټینګار وکړم… د ملګرو ملتونو لپاره په سیاسي او د سولې په پروسې کې د ښځو معنی لرونکی ګډون اصل دی. ما دغه مسئله د اوسنیو چارواکو [طالبانو] سره په ټولو غونډو کې مطرح کړې ده او سبا به هم د افغان میرمنو او مدني ټولنې له استازو سره پرې بحثونه ولرم.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبان بیا په افغانستان کې واکمن شول چې د ښځو او نجونو په کار او تر شپږم ټولګیو ورپورته یې په تعلیم او نورو مشارکتونو باندې بندیزونه ولګول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر دی، د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه یې د ګډونوالو اندېښنې ومنلې او ویې چې دا د افغانانو اندېښنه هم ده.

هغه وویل: «دا یوه ولسي او افغاني مسله ده مونږ دوی ته وایو چې مونږ پخپله هم هڅه کوو چې دې موضوع ته حل لاره پیدا کړو په دې قیمت چې خدای مکړه چې زمونږ ټولنه بیا جنګ اختلاف او بدبختي ته داخله نشي نه.»

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته دې درناوی ولري. د دې تر څنګ د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو استازې: باید د ټولو اړخونو ترمنځ اعتماد جوړ شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*