ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو ته د ژمي د مرستو چمتو کولو لپاره ۶۰۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

Loading

په افغانستان بشري بحران پراخیدو په اړه د اندیښنو د زیاتیدو سره هممهاله افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ویلي چې په راروان ژمي کې اړمنو افغانانو ته د بشری مرستو د چمتو کولو لپاره له ۶۰۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته په بیړني ډول اړتیا لري.

اوچا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهم (تلې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ژمي د یو پلان د چمتو کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغه پلان له مخې به ۶۰۳ میلیونه ډالره د ژمي لپاره د لومړنیو چمتوالي د ملاتړ په برخه کې د سرپناه د بیا رغونې، ګرمو کالیو او کمپلو د چمتو کولو لپاره په راتلوونکو دریو میاشتو په مصرف ورسیږي.

د اوچا د اټکل له مخې سږنی ژمی به ډیر “سوړ او یخ” وي، چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس د اوارو د اورښت دمخه چې واورې مواصلاتي لارې بندې کړي اړتیا ده چې د خوړو په ګډون د ژمي د موسم دا بشری مرستې لیرو پرتو سیمو ته ورسول شي او په هغو سیمو کې ذخیره شي.

ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي چې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه دې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ځکه چې ددغې ادارې د وینا پراساس زیانمنونکي کورنۍ د بل هر وخت پرتله په ژمي کې بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

د اوچا د وینا له مخې ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سرکې افغانستان کې اړمنو کسانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه چې تراوسه ورته ددغې بودیجې یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالره برابر شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستنیدویه ادارې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو سره مرستې کولای شي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، د اقلیم بحران څخه زیږیدلي ناورینونه، لزلزلې او په لوی شمیر وطن ته د افغان کډوالو ستنیدلو له امله له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو راپور کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې وه او ویلي و چې د بشري مرستو کمښت به په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.۶۰۳

ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه کسان په لوړه کچه د لوږې له حالت څخه کړیږي.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران په پراخیدو اوس مهال په دغه هیواد کې ۶.۳ میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان شتون لري چې هغوی د ژمي په موسم کې د سړې هوا څخه د زیږیدلو ستونزو څخه کړیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو ته د ژمي د مرستو چمتو کولو لپاره ۶۰۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*