ملګري ملتونه: له هرو څلورو افغانانو درې یې د کرهڼې په سکټور متکي دي

Loading

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې اداره د (FAO) وايي چې اوس مهال په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې یې د ژوند د تیرولو لپاره د کرهڼې په سکټور باندې متکي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۲۰( تلې ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه ۵۵ زره او ۷۵۰ کورنیو د څارویو څخه د خوندیتوب لپاره د ساتنې کڅوړې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د نړیوال بانک، امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې یوایس ایډ، اسیا پرمختايي بانک او سویډن په ملاتړ د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د ژمي د موسم د مرستو لړۍ د پیل خبر هم ورکړدی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ویلي په روان کال کې په افغانستان کې د ژمنیو مرستو به ۸۵۰ زره کورنۍ چې د مجموعي شمیر یې ۵.۹ میلیونو کسانو ته رسیږي ګټه پورته کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته مخ په زیاتیدونکي ډول د افغانانو د اړتیاو د زیاتیدو په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې له هرو پنځو کسانو څخه دوه تنه یې د اقلیم د بدلون د اغیزو او د سیاسي او اقتصادي عواملو له امله د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې د ۲۰۲۴ کال د جولای دوېیم( زمري ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پراخې وچکالۍ او سخت ژمي بزګرانو ژوند باندې ناسمه اغیزه کړې او په دغه هیواد کې یې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره مصرف کچه لوړه کړې ده.

ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس ۸۰ فیصده کورنۍ د خوړو د چمتو کولو او عاید ترلاسه کولو لپاره د کرهڼې په سکټور متکي دي او هغوی ته د ژوند د تیرولو لپاره بشردوستانه ملاتړ برابرول مخ په زیاتیدونکي ډول اهمیت لري.

همداشان د ملګرو ملتونو دغې ادارې د تیر۲۰۲۳ کال راهیسې زرګونو افغانانو ته د پیسو په بدل کې د لنډې مودې د کاري فرصتونو د برابرولو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال راهیسې یې ۲۷۲ زرو کسانو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروګرام له لارې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

دا اداره وايي چې دغه پروګرام د کانالونو او کاریزونو د پاکولو له لارې د یوې خوا اوبخور بهیر پیاوړی کوي او د بلې خوا کورنیو سره د خوړو خوندیوب کې مرسته کوي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره هیڅ ډول چمتوالی هم نلري.

په افغنستان کې روانه وچکالي او د روان ۲۰۲۴ کال به سر کې د سختو بارانونو وروسته په زیات شمیر ولایتونوکې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو له امله بزګرانو ته خورا زیات زیانونه رسیدلي او د هغوی د کرهڼې حاصلات یې له منځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو د یوراپور له مخې په دغو سیلابونو کې یوازې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې تر لس زرو هکتارو پورې د کرکیلې لاندې ځمکو باندې ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي چې ددغه هیواد د نفوس له نیمايي څخه یې شمیر زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: له هرو څلورو افغانانو درې یې د کرهڼې په سکټور متکي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*