
ملګري ملتونه: منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله به نړۍواله لوږه لا ډېره شي
د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په منځني ختیځ او ایران کې د جګړو پراخېدل کولی شي نړۍواله لوږه لا پسې زیاته کړي.
د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د نړۍوال خوراکي پروګرام د اټکلونو له مخې، که جګړې تر نیمایي کال پورې دوام وکړي او د نفتو بیه هر بیرل له ۱۰۰ ډالرو پورته پاتې شي، نو په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۴۵ میلیونه نور کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند، ویلي: «نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکوي چې که په منځني ختیځ کې جګړې دوام وکړي او د نفتو بیه لوړه پاتې شي، نو شاوخوا ۴۵ میلیونه نور کسان به له سختې لوږې سره مخ شي. دا شمېر به له هغو ۳۱۸ میلیونو کسانو سره یوځای شي چې اوس مهال له لوږې سره مخ دي.»
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د هرمز تنګی چې د نړۍ د انرژۍ یوه حیاتي لاره ده، ګډوډي کولی شي د خوراکي امنیت لپاره جدي پایلې ولري او د دې لارې پرانیستی ساتل د لوږې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.
هغه ویلي: «اصلي خبره دا ده چې که جګړې پای ته ورسېږي، د هرمز تنګی به بېرته فعال شي. اوس مهمه ده چې دا لاره خلاصه وساتل شي، ځکه تړل یې به نړیواله لوږه په چټکۍ سره زیاته کړي.»
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې جګړې لپاره هېڅ پوځي حل لاره نشته او د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه یې وکړه.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول اړوند پرېکړهلیکونه باید عملي شي.
لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله به نړۍواله لوږه لا ډېره شي"