ملګري ملتونه: ناچاودي توکي په افغانستان کې هره ورځ یوه پېښه رامنځته کوي

💬0

ملګري ملتونه: ناچاودي توکي په افغانستان کې هره ورځ یوه پېښه رامنځته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې افغانستان لا هم د ناچاودو توکو په پایله کې د ډېرې مرګژوبلې له امله درېیم هېواد دی چې هره میاشت پکې تر پنځوسو کسان یا مري یا ټپیان کیږي.

په یوناما کې د ماینونو برخې مشر نېک پاونډ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، دا شمېرې په دې معنا چې په افغانستان کې د ناچاودو توکو له امله هره ورځ یو کس یا مري یا ټپي کیږي چې اتیا سلنه یې ماشومان او په تېره بیا هلکان دي.

د هغه په خبره، «د دغې مرګژوبلې نوي سلنې د هغو ناچاودو توکو له امله ده چې د تېرو څلویښتو کلونو جګړې وروسته لا هم په ځمکه کې پاتې دي. د مرګژوبلې ډېره برخه هغه هلکان دي چې د توکو له موندلو وروسته ورسره لوبې کوي او یا یې د مالونو څرولو پرمهال پیدا کوي.»

د یوناما دغه چارواکي زیاته کړې چې په افغانستان کې لا هم زر کیلومټره ځمکه په ناچاودو توکو پوښلې ده.

د هغه په خبره، شاوخوا درې میلیونه خلک، د زده کړو ۸۰۰ مرکزونه او ۲۰۰ روغتیایي مرکزونه له هغې ځمکې یو کېلومټر واټن لري چې په ناچاودو توکي پوښلې ده.

پاونډ د خبرو په یوه برخه کې د ماینونو له منځه وړلو برخه کې د مرستو کمښت ته په اشارې و ویل: «له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي، حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندل شوی او اوس د ماین پاکوونکو شمېر چې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۵ زرو ته رسېده، یوازې ۱۳۰۰ دی.»

د کډوالو راستنېدل، زلزلې او له پاکستان سره نښتې د افغانانو پر وړاندې لویې ننګونې یادې شوي خو ویلي یې دي چې افغانستان کې لا هم د ماین پاکولو فرصتونه او په ملي او نړۍ واله کچه په دې برخه کې ډېرې تجربې شته.

د یوناما دغه چارواکي زیاته کړې، که د ماین پاکولو له سکټور سره نړۍ‌والو مرستې زیاتې شي، د افغانستان خاوره له ماینونو پاکیږي او خلک بېرته عادي ژوند ته ګرځېدلی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: ناچاودي توکي په افغانستان کې هره ورځ یوه پېښه رامنځته کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*