ملګري ملتونه: نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال سږکال له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د اپریل تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي.

اوچا د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د مې د میاشتې په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳(جوزا ۲۴) یې خپور کړی ویلي چې په دغه موده کې ۳۹۲۶۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۹۳۰۰ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوچا ویلي: “په روان کال کې تراوسه ۴۳۹.۹ زره کډوالو له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. ۴۷.۳ زره کډوال له پاکستان څخه او په کم شمیر نور له نورو هیوادونو څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي”.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د افغانستان د بشري اړتیاو پر وړاندې د ۲۰۲۴ کال د ستنیدلو د غبرګون پروګرام ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې عمده ننګونې د ساتنې د خطرونو، د سرپناه او کورونو کمبود، روغتیا، زده کړو، قانوني اسنادو ستونزې، د ټولنیز ادغام ستونزې، زده کړو ترمنځ فاصله، ځانګړي روغتیايي خدمتونه او د سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو د ناڅرګندتیا اغیزې د ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې په عمده پرتو ننګونو کې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په روان ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه د ستنو شویو کډوالو شمیر د تیرو دوو کلنو پرتله زیات ښودلی او ویلي دي چې تیر ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۶۷ زره او د ۲۰۲۲ کال په همدې موده کې ۲۹۹ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي وو.

تیره اونۍ د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي و چې د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ پرته له کوم ځنډ څخه دوام لري او هره ورځ ددغو دوو هیوادونو څخه تر ۲۰۰۰ پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کیږي.

د پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د کمیسیون ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دوشنبې په ورځ جون لسم (جوزا ۲۱) خبریالانو ته ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه ایران او پاکستان ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغو هیوادونو څخه افغانستان ته شړلي دي.

ښاغلي احمدي ویلي: “د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې دوو ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول له ۴۰۰ زرو څخه زیات کډوال افغانستان ته شړلي دي، چې ۷۵ فیصدو د شړلو مسوولیت د پاکستان په غاړه دی”.

په عین وخت کې د تیرې دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اوږدو کلنو جګړو او د جګړو څخه زیږیدلې لوږې او د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابیدو او دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو ته په کتنې د لا زیاتو کډوالو د ستنیدلو پر وړاندې د ګواښونو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر غندلی دی او دغو هیوادونو یې غوښتي چې کډوالو سره دې د منل شویو نړیوالو معیارونو پر اساس له چلند څخه کار واخلي.

خو ایران او پاکستان ویلي چې دا هیوادونه یوازې هغه افغان کډوال شړي چې په دغو هیوادونو کې د اوسیدانې لپاره قانوني اسناد نلري.

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د مرستې رسونې د ادارو د معلوماتو له مخې په ترڅ کې یې شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې چې د نړیوالو قوانینو سره هم اړخ لګوي یوازې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال له خپل هیواد څخه شړي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د خپل هیواد شرایطو ته په پاملرنې نشي کولای چې غیرقانوني کډوال په خپل هیواد کې ومني.

هغه ویلي: “ټول غیرقانوني وګړي باید خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د یوشمیر نورو لپاره چې د ولایت د صلاح له مخې د شتون په برخه کې ستونزې نشته باید چې ددغسې وګړو اوسیدانه تنظیم او دقیقه څارنه یې وشي”.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په ایران کې د بهرنیو وګړو شتون باید ددغه هیواد په بازار کې کارته د اړتیا له مخې تنظیم شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال او په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه کډوال اوسیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال سږکال له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*