ملګري ملتونه: هره میاشت تر ۵۵ پورې افغانان د ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغاسنتان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هیواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل کېږي او یا ټپیان کیږي.

اوچا د یکشنبې په ورځ فبرورۍ دوېیم ( سلواغې ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو چاودونو تر ۸۰ فیصده پورې قربانیان ماشومان دي.

دغې ادارې لیکلي: “افغانستان لا هم په پراخه ډول په ناچاودو توکو باندې ککړ دی. ۳.۳ میلیون څخه زیات کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي، هره میاشت تر ۵۵ پورې کسان چې ۸۰ فیصده یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو کې مړه او یا ټپیان کیږي.”

اوچا ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د مینونو او ناچاودو توکو د پاکوونې او ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوې د پروګرامونو لپاره ۲۱.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ددې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۶) په یو راپور کې ویلي وو چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۵۰۰ څخه زیات افغان ماشومان د ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان شوي دي.

یونیسف ویلي: “په ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه زیات ماشومان د جګړو څخه د پاتې شویوناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا سخت ټپیان شوي دي. یونیسف تیرکال کې شاوخوا درې میلیونو ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته د چاودیدونکو توکو په اړه دا چې څنګه چاودیدونکي توکي وپیژني، ورڅخه ځان وساتي او په اړه یې راپور ورکړي په ګډون د چاودونکو توکو د خطر په اړه پوهاوی ورکړی دی “.

ددې دمخه ملګري ملتونه ویلي وو، چې په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او په جګړو کې د ښکیلو غاړو له خوا د ماینونو څخه د کار اخیستلو له امله هره میاشت تر ۶۰ پورې کسان چې اکثره یې ماشومان دي د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

په افغانستان کې د ځمکې د ماینونو څخه کار اخیستل د ۱۹۷۹ کال په وروستیو کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته پیل شو. پوځي ښکیلو ډلو هغه مهال په دغه هیواد کې د ماینونو د مختلفو ډولونو څخه د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کار اخیسته، چې د کارپوهانو په باور، دا لړۍ لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، خو لا هم ددغه هیواد په ډیره ځمکه باندې ماینونه او ناچاودې توکي شته دي. د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې د افغاسنتان د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو باندې ککړې دي.

ملګري ملتونه وايي چې په تیرو څه باندې دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو له خوا نږدې ۱۳ میلیون ماینونه او ناچاودېدونکي توکي راټول شوي دي.

د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.

اوس مهال د ماین پاکولو په برخه کې پنځه داخلي او دوه بهرنۍ ادارې فعالیت کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: هره میاشت تر ۵۵ پورې افغانان د ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*