ملګري ملتونه: پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ځورول زیات شوي

د ملګرو ملتونویو اېن اېچ سي ار او د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني ‌کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د پي او ار او ای سي سي کارد لرونکیو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان ثبت شوي.

د مۍ میاشتې پر نهمه نېټه ‍په یاد بیان کې راغلي، د پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان دولت له لوري د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر له پیلولو راهیسې یې تراوسه تر ۵۰۰ زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي، خو د دې بهیر د ترسره کولو مهال لوی شمېر کډوالو شکایت کاوه چې د پاکستان پولیسو ځورولي او کړولي دي.

د بلوچستان په کوټه کې میشت یوه افغان کډوال امیر ګل امریکا غږ ته وویل،”دې له دریو نورو افغان کډوالو ملګریو سره په سریاب سړک روان وو چې پولیسو ونیول او دوی ورته پی او ار کارتونه هم وښودل خو بیا يې هم ونیولو او تاڼې ته يې بوتلو او بیا په ضمانت راخوشې شول. موږ ورته ډېر وویل چې زموږ قصور څه دی خو هېڅ يې راته نه ویل، یوازې يې دا ویل، چې تاسو افغان کډوال ياست او تاسو به له پاکستانه ووځئ نو موږ په خپله ګناه هم خبر نه یو چې څه خطا او ګناه مو کړې ده. “

ورته شکایت د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور کې میشت یو افغان کډوال سخي جان هم وکړ. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو وویل، د اپرېل په میاشت کې د دوی خپلوان په کراچۍ ښار کې یوه واده ته ورتلل چې په لار کې د خپلې کورنۍ له ښځو سره په پنجاب کې ونیول شو او پولیسو ورته وویل چې تاسو افغان کډوال ياست، تاسو به تر هغو په تاڼه کې ياست چې ترڅو ورته حکومت د ایستلو امر نه وي کړی.

سخي جان ادعا کوي،”موږ پولیسو سره خبرې وکړې او پیسې مو ورکړې نو ماشومان ښځینه او نارینه مو راخوشي کړل. نو موږ اکثره پولیس ځوروي او په یوه پلمه بله پلمه مو ځوروي او پېسې راڅخه اخلي. “

د پېښور په بورډ بازار کې مېشت افغان کډوال سېد کریم امریکا غږ ته وویل تېره اوونۍ دې د پېښور صدر بازار ته تللی وو چې پولیسو ونیوو او بیا يې ورور ورغلی او دېرش زره روپۍ ترې پولیسو واخیستې نو راخوشی شو.

نوموړی زیاتوي:”له ټولو وروڼو او کورنۍ سره مو د ای سي سي کارتونه دي خو د پولیسو له ویرې ښار ته نه شو وتلی او نه په ازاده توګه ګرځېدلی شو، ډېر زیات ځورول کېږو. “

له افغان کډوالو سره د ترسره شویو ځورونو په باب د پېښور د پولیسو مرستیال مشر رحیم حسین امریکا غږ ته وویل،”موږ داسې هېڅ کس نه نیسو، خو چې یو څوک مشکوک وي او یا بې اسناده افغان کډوال وي نو له هغوی پوښتنې کوو او تر پلټنو وروسته یې پرېږدو. د افغان کډوالو دا ادعاوې ناسمې دي چې موږ پیسې ترې اخلو. “

د بلوچستان د مرکز کوټې ښار مرستیال کمېشنر سعد بن اسد هم امریکا غږ ته په خپلو څرګندونو کې وویل،”بېخي داسې څه خبره نشته. موږ د ای سي سي یا پي او ار کارت لرونکو افغان کډوال نیسو ته هېڅ نه وایو، خو چې له چا سره هېڅ یو کاغذ نه وي نو د هغوی مالومات راغونډوو، او په دې لړ کې پولیس له افغان کډوالو پوښتنې کوو. نو موږ د قانون مطابق کار کوو او څوک هم بې ځایه نه ځورول کېږي دا یوازې تورونه دي او حقیقت نه لري.

د سږني ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف په مشرۍ د مرکزي کابینې په یوه غونډه کې په خپله یوه پرېکړه کې په هغه هیواد کې د پي او ار کارت لرونکيو افغان کډوالو د اوسېدو موده د سږني کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله او او ویې ویل چې پولیس دې یې نه ځوروي. په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې افغان کډوال په خپلو کارتونو بانکي حساب هم خلاصولې شي او نور سرکاري کارونه هم پرې هم کولې شي.

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکي محمود جان بابر امریکا غږ ته وویل،” کله چې حکومت د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده وغځوله نو که اوس دا افغان کډوال څوک ځوروي نو دا د پاکستان حکومت د هغه امر هم سرغړونه ده چې پکې يې دوی ته د ایسارتیا اجازه ورکړې او دا د بشري حقونو هم پرضد دي ځکه چې دا خلک پي او ار کارتونه لري او هغوی د جون تر د دېرشمې دلته قانوني میشت دي. “

یاده دې وي‌ چې په ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان کډوالو د پي او ار کارتونو موده پای ته رسېدلې وه، او دغه ډول د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې غېر راجسټر افغانانو ته د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه د وتو امر کړی وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ځورول زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*