
ملګري ملتونه: ۲۰۲۶ کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي افغانان دي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، راتلونکي زېږیز کال کې به په ټوله نړۍ کې ۲.۵ میلیونه کډوال بیا مېشتېدنې ته اړتیا ولري.
دوجاریک زیاته کړې چې ډېری دغه کډوال به افغانان وي.
هغه ویلي: «د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالو تر ټولو لوی شمېر چې د بیا میشتېدنې اړتیا لري، افغانان دي، ورپسې د سوریې، سویلي سوډان، سوډان، روهینګیا او کانګو وګړي دي. تېر کال له ننګونو سره سره، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څه باندې ۱۱۶زره کډوالو خوندي زمینه برابره کړه څو خپل ژوند له سره جوړ کړي.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي چې روان زېږیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۶۵ زره کسان له ایران او څه باندې ۲۸۰ زره هم له پاکستانه را ایستل شوي دي.
د راپور لمخې، روان کال کې تاجیکستان هم ۲۶۴ افغانان را ایستلي دي.
د کډوالو د حقونو فعال، محمد جمال مسلم طلوعنیوز ته و ویل: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري باید د دې وضعیت پر درک کولو، کوربه هېوادونه قانع کړي چې د انساني کرامت په پام کې نیولو سره، د دغو کسانو ستونزو ته د حل لار ولټوي. اسلامي امارت او د بېړني حالت کمېټې باید د مرستندویو ادارو په ملاتړ د سرپناه، اقتصادي وضعیت ښه والي او نورو ستونزو حل ته پام وکړي.»
عبدالعزیز، چې د خپلو ماشومانو د زدهکړې لپاره ایران ته تللی و، اوس له دغه هېواده را ایستل شوی او دا مهال کابل کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې اوسیږي. هغه طلوعنیوز ته و ویل: «که د زدهکړو زمینه مو ماشومانو ته برابر کړي، موږ نور ګاونډیو هېوادونو ته نه ځو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي ضربالاجل شپږو او د ایران د ضرب الاجل بیا ۱۲ ورځې پاتې دي.
لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: ۲۰۲۶ کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي افغانان دي"