موتری حمله، وحشت او بربریت

د هغو ترهګرو غندنه چې د موتری بریدونو ته وده ورکوي

په یوه شیبه کې د بیگناه ولس ژوند ویجاړیدل. د کورنیو ټوټې ټوټې کیدل. دا د موټرو پوسیله د بریدونو ظالمانه حقیقت دی – بی احساسه تاوتریخوالی چي د افراطیانو لخوا ترویج شوی دی
څه ډول خوځښت خلکو ته وايي چې موټرونه په وسلو بدل کړي؟ داع/ش دا کار کوي. ددوی مشرتابه دا “کم لګښته ترهګري“ بولي او همدا ډول خپل پلویانو ته وايي، مهمه نده چي هر څوک وي خو د بېګناه خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر داخل کړي. دا مقاومت نه دی. دا ډله ییزه وژنه ده.
په ۲۰۱۶م کال کې، د فرانسې په نیس ښار کې د باستیل ورځې په مراسمو کې یوه لارۍ پر خلکو هجوم یوړ چي د کورنیو، ماشومانو او سیلانیانو په ګډون ېې۸۶ کسان ووژل. بریدګر د داع/ش سره بیعت کړئ وو. په همدې کال، په برلین کې، یوه لارۍ د کریسمس په بازار کې هجوم یوړ او ۱۲ کسان یې ووژل. او داع/ش د دې عمل ستاینه وکړه.
په ۲۰۱۷م کال کې، د لندن د ویسټ منسټر پر پل باندې، د موټر په وسیله پنځه کسان ووژل شو مخکې لدي چي دغه بریدګر د یو پولیس په افسر د چاقو ګوزار وکړي .
په همدغه کال په نیویارک ښار کې، اته کسان د یو سړي لخوا ووژل شول چې یوه کرایې لارۍ یې د بایسکلونو لپاره په ځانګړي لاره رهي کړی وو – دا برید هم د داع/ش تر نامه لاندې تر سره شو.
او په ۲۰۱۸م کال کې د ټورنټو په ښار کې، یوه غټ موټر پر پلي کسانو باندې وخیږول شو چي ۱۰ تنه ېې ووژل. دا جلا پیښې نه دي. دا ټول د نړیوال د کرکې کمپاین یوه برخه ده چي د داع/ش د تبلیغاتو لخوا هڅول کیږي
د وسلو په توګه د موټرو کارول، روزنې یا شبکې ته اړتیا نلري – یوازې د بې ګناه خلکو د له منځه وړلو لپاره یوه لیوالتیا ده. له همدې امله یې داع/ش ترویجوی. مګر مونږ حقایق په ستوګو وینو : دا بزدلي ده، نه زړورتیا. ترهګري ده ، نه عقیده. او دا باید د ټولو خلکو لخوا، په هره ژبه، هر ځای کې وغندل شي.

“ترهګرې ډلې دا بریدونه هڅوي، زیانمن خلک ښکار کوي، او هغوی هڅوي چې د تګ او راتګ وسایط د ډله ییزو وژنو په وسلو بدل کړي. دوی دا ‘جهاد’ بولي. خو په حقیقت کې دا بزدلي ده، نه زړورتیا. اسلام د بې ګناو خلکو وژنه غندي. په کوڅو کې د کورنیو په وژلو سره هیڅ صالح هدف نه تر لاسه کیږي

دا بریدونه توپیر نه پیژني. دوی نارینه، ښځې او ماشومان په نښه کوي – مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه. داع/ش خراسان په وینو تویولو او کړاوونو کې وده کوي. هغه خلک چې په دې بریدونو کې ژوند له لاسه ورکوي جنګي سابقه نه لري. دوې د یو چا زامن، لوڼې، والدین او یا دوستان دي –
انسانان د هغو افراطی ډلو لخوا چي د جعلي شعارونو تر شا پټ دي، د خپلو کورنیو څخه تښتول کیږي.

“ترهګري اتلولي نه ده، تباهي ده. داع/ش غواړي چې په ډار کې مو وساتي او مونږ سره ووېشي. خو که مونږ په یووالي سره ددوې پر وړاندې ودریږو ،دوې به ناکام شي. بیداره و اوسئ. خپله ټولنه خوندي کړئ. په ګډه، موږ کولای شو دا بې معنا تاوتریخوالی ودروو دا بریدونه کورنۍ او ټولنې ویجاړوي، او د ګډوډۍ پرته بل هیڅ لامل نه لري د داع/ش دروغ رد کړئ،او د بې ګناه خلکو ژوند خوندي کړئ

امواج پرس

لومړی نظر وکړئ on "موتری حمله، وحشت او بربریت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*