مورنۍ ژبه او د مغز جوړښت

مــورنـۍ ژبه
مــورنـۍ ژبه

څېړونکو موندلې چې د ماغزو د بېلابېلو برخو اړیکې د مورنۍ ژبې له بڼې سره توپیر لري. دا څېړنې کولای شي د هغو کسانو د درملنې په برخه کې اغیزمن واوسي چې د مغزي سکتې له امله له ژبه او ژبني نیمګړتیاو سره مخ شوی وي.

په آلمان کې د ماکس پلانک انستیتیوت څېړونکي د دې له پاره چې د مورنۍ ژبې او د انسان ماغزه ترمنځ تړاو ومومي، دوې ډلې یې تر ازموینې لاندې نیولي: یو هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې آلماني ده او دویم هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې عربي ده. دا دوې ژبې له ډېرو اړخونو له یو بل سره بېلتیاوې لري.

هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې عربي ده، باید د خبرو پر وخت د کلماتو ادا کول او تلفظ ته په غور سره غوږ ونیسي ترڅو د مقابل لوري خبرو باندې ځان پوه کړي، د بېلګې په توګه چې د نوموړي مطلب «کتاب» دی که «کاتب». دواړه کلمې له «ک-ت-ا-ب» څخه جوړې شوې دي. داسې ترکیبونه په عربي ژبه کې ډېر عام دي.

هغه کس چې مورنۍ ژبه یې الماني وي، برعکس باید تر ټولو مخکې د جملې پر جوړښت باندې تمرکز وکړي. دلیل یې دا دی چې په الماني ژبه کې ځینې افعال د جملې په بڼې پورې اړه لري چې یو له بل څخه بېلېږي او د جملې په متفاوتو موقعیتونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي. د مثال په توګه په (Leihst du dir das Buch von deinem Lieblingsschriftsteller aus?) جملې کې داسې معني ورکوي: «ته د خپل د خوښي وړ لیکوال څخه کتاب امانت اخلې؟» د امانت ورکولو یا پور ورکولو کلمه (ausleihen) په دوو برخو (Leihst) او (aus) تقسیم شوې چې د جملې په بېلابېلو برخو کې ځای ورکول کېږي.

پوښتنه دا ده چې آیا د ویونکو په ماغزه کې د الماني او عربي ژبو ترمنځ توپیر ترسترګو کېږي؟ د لایپڅګ په ماکس پلانک انستیتیوت کې د ادراکي او عصبي علومو څېړونکو د دې پوښتنې د دقیق ځواب له پاره څېړنې ترسره کړې. د څېړونکو دغې ډلې ۴۷ کسان چې مورنۍ ژبه یې عربي او ۴۷ کسانو سره چې مورنۍ ژبه یې الماني وه تر څېړنې لاندې نیولي دي.

څېړونکو د دغي څېړنې د ګډون کوونکو د ټاکلو له پاره دا ټکې په پام کې نیولي چې پکې له یوې ژبې سره لوی شوي وي او یوه مورنۍ ژبه ولري. د يادي څېړنې ګډونوال پر مورنۍ ژبه سربيره، په انګلیسي هم یوڅه پوهېدل.

د ماغزه سکن دا توپیرونه ښیي

یاد څېړونکي له ګډونوالو غوښتي چې خپل ماغزه د مقناطیسي «ام آر ټي» ځانګړي تصویر اخیستونکي سره معاینه کړي. د «ام آر ټي» دا ډول نه یوازې چې له ماغزه څخه ډېر واضح سکن اخلي، بلکې د آکسونو تر نوم لاندې عصبي رشتو د اړیکو په اړه هم معلومات ورکوي.

د دغو معلوماتو په مرسته، څېړونکي وکولای شوای د دې محاسبه وکړي چې د انسان د ماغزه مختلفې برخې له الماني او عربي مورنۍ ژبې یو له بل سره اړیکې لري.

په ماکس پلانک انستیتیوت کې د عصب-ارواپوهني څیړونکي او د څیړنې یو لیکوال الفریډ اینوانډر وویل: «د دې څیړنې پایلې موږ ډیر حیران کړو، ځکه چې موږ تل فکر کاوه چې ژبه پراخه ده. موږ فکر کاوه چې ژبه د ماغزه په کومو برخو کې پروسس کیږي او د ماغزه د بیلابیلو برخو ترمنځ اړیکې څومره قوي دي، دا د ژبې له بڼې سره هیڅ تړاو نه لري.»

دغو څیړونکو وموندله چې په هغو انسانو کې چې مورنۍ ژبه یې عربي ده، د مغز کیڼ او ښي برخې ډېر قوي اړیکي سره لري. همدا ډول په دې ګروپ کې، د ماغزه په منځنۍ برخه کې د لوب تمپورال « Temporal lobe» او لوب پاریټال «parietal lobe»ترمنځ اړیکه خورا پیاوړې ده.

د تلفظ او پوهیدلو له پاره عصبي مرکزونه

د عربي ژبې بڼې ته په کتو سره، د ماغزه په دې برخو کې قوي اړیکې د پوهېدو وړ دي. د ماغزه دا برخې د ویلو ژبې د تلفظ او د مکالمې ژبې د اهمیت پروسس مسؤلیت لري. له دې سره د چا چې مورنۍ ژبه یې عربي وي، باید په پام کې ونیسي چې یوه کلمه څنګه تلفظ کېږي او څه مفهوم لري. په دې برخه کې ښه بېلګه کتاب، کاتب او کتب ده، چې نږدې یادې کلمې ورته توري لري.

دې څیړونکو د هغو کسانو چې مورنۍ ژبه یې آلماني ده، د ماغزه په کیڼ نیمه برخه کې، د تندي لوب (Frontal lobe)سره د ماغزه په پورتنۍ برخه کې قوي اړیکې وموندلې. دا هم د پوهیدو وړ ده، ځکه چې د ماغزه دا برخې د جملو جوړښت او جمله بندۍ پروسس کولو مسئولیت لري. په دې ترتیب سره هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې آلماني ده کولای شي په اسانۍ سره پیچلې او اوږدې جملې چې پکې فعل دوه برخه کېږي او د فعل مختلف برخې د جملې په مختلفو ځایونو کې کارول کیږي، پرې وپوهېږي.

انوانډر تشریح کړه: «زموږ څیړنه په دې اړه دا معلومات وړاندې کوي چې زموږ ماغزه څنګه د ادراکي غوښتنو سره ورته کوي. په دې توګه، (په ماغزه کې) د ژبې جوړښتي شبکه زموږ د مورنۍ ژبې له خوا اغیزمن کیږي.»پ

د ماغزه دا ګرافیک سکنونه په دواړو ګروپونو کې د ماغزه د مختلفو برخو د ارتباط شدت ښیي. ښی اړخ: د عربانو د ماغزه سکن/ کیڼ اړخ: د المانانو د ماغزه سکن

با ارزښته معلومات

دا څېړونکی وایي، د دې ټکي یادونه مهمه ده چې د مختلفو مورنیو ژبو ویونکو تر منځ د ماغزه د مختلفو برخو اړيکې نه ګټه لري او نه هم کومه نیمګړتیا ده. هغه وايي: «د (ماغزه) داخلي اړیکې یوازې توپیر لري، نه ښه ده او نه بد.»

خو په ماغزه کې د ژبې د مرکزونو مختلفو اړیکو په اړه علمي موندنې د دواړو مطالعه شویو ډلو له پاره ځیني ځانګړتیاوي لري. د بېلګې په توګه، د دې علمي څېړنې په مرسته، دا ممکنه ده چې د هغو خلکو درملنه غوره شي چې د مغزي سکتې په پایله کې د ژبې له اختلال یا بندیدو سره مخ کیږي. د هغو خلکو له پاره چې مختلفې مورنۍ ژبې لري، د درملنې مختلف میتودونه رامینځته کیدای شي ترڅو دوی سره مرسته وکړي چې بیا خبرې کول زده کړي.

انوانډر وایي: «سربیره پردې، دا به په زړه پورې وي چې دا څېړنه نورو ژبو ته وغځول شي.» د ماکس پلانک انستیتیوت څېړونکي په نورو څېړنو کې د اصلي الماني، انګلیسي او چینایي ژبو ازموینې کوي چې پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوي.

له دې کبله په قاطع توګه نشو ویلی چې آیا ژبه پر ماغزه اغېز لري؟ که هو، تر کومې کچې. له دې کبله ډېرو څېړنو ته اړتیا شته.

د ژبه زده کولو له پاره نوي لاري

څېړونکي غواړي د دې څېړنې په دویمه برخه کې، دا معلومات ترلاسه کړي چې د هغو کسانو په ماغزه کې چې مورنۍ ژبه یې عربي ده، د الماني ژبې په زده کړي سره څه پېښېږي. انوانډر وایي: موږ لېواله یو چې وګورو، دا (د ماغزه د ژبې برخې شبکه) د نوې ژبې په زده کولو کې څنګه بدلېږي.»

تمه ده د دې څېړنې پایلې د بېګانه ژبې زده کړې په برخه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي. ښایي دا ممکنه شي چې د مورنۍ ژبې له مخې د بهرنیو ژبو تعلیمي پلانونه جوړ شي، خو تر هغه وخته لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مورنۍ ژبه او د مغز جوړښت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*