مونشن: پر خلکو موټر ور ځغلول شوی، ډېر کسان ټپيان شوي دي

د آلمان د پوليسو په حواله د آلمان د بايرن ایالت په مرکز مونشن ښار کې پر خلکو د موټر ور ځغلولو په پېښه کې يو شمير کسان ټپيان شوي دي. پولیسو ويلي دي چې شکمن بريدګر يو افغان پناه غوښتونکی دی.

د آلمان د پوليسو او رسنيو په حواله په مونشن ښار کې نن، پنجشنبه (۲۰۲۵م کال د فيبروري ۱۳) يو شمير کسان هغه وخت ټپيان شول چې پر يوه ډله خلکو موټر ور ور ځغلول شو.

د مونشن پوليسو په حواله په پېښه کې ۲۸ کسان ټپيان شوي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی. د اطفاعیې د لومړيو معلوماتو په حواله د ځينو ټپي شويو کسانو ژوند ته هم خطر متوجې دی.

اړونده موضوع: آلمان؛ په کرسمس بازار کې د بريد په تور یو ډاکټر نيول شوی

د مونشن ښاروال ديتر راېتر، وويل چې په ټپيانو کې د هغه اولادونه هم شامل دي.

پوليس: بريدګر يو افغان پناه غوښتونکی دی

د پولیسو په حواله بريدګر د افغانستان يو ۲۴ کلن پناه غوښتونکی دی. زياته شوې ده چې هغه نيول شوی دی او د نيولو په ترڅ کې پوليسو پرې ډزي هم کړي دي.

د پوليسو یوه ویاند وويل چې له دې کبله ترې دمګړۍ نور خطر متوجې نه دی. همدا شان زياته شوې ده چې تر اوسه په دې اړه لا معلومات نشته چې آيا له نوموړي سره نور څوک هم شريک ول او که څنګه.

د بايرن ایالت لومړي وزير مارکو زودر، له يوه «احتمالي بريد» څخه خبره کړې ده، خو دا چې پېښه ولې او څرنګه رامنځته شوې، تر اوسه روښانه نه ده.

اړونده موضوع: د منهایم برید؛ د داع/ش د پلوي افغان محاکمه په المان کې پیل شوه

پوليسو د عيني شاهدانو د بيانونو راټولولو له پاره يو مرکز پرانيستی او د ايکس شبکې له لارې یې پر خلکو غږ کړی دی چې اړونده ويديوګانې او عکسونه ورسره شريک کړي.

شولڅ: د پېښې عامل بايد سخته جزا وويني

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، په مونشن کې تر دې بريد وروسته وويل چې نيول شوی شکمن افغان بريدګر لومړی بايد خپله بشپړه قانون جزا وويني او بيا وروسته له آلمانه اخراج شي. 
هغه خبريالانو ته وويل: «څه چې پېښ شوي هغه وحشتناک دي.» نوموړي زياته کړې: «او زما نظر په دې اړه ډېر واضح دی چې دا بريدګر پر هيڅ ترحم حساب نه شي کولی، هغه باید جزا وويني او باید له هېواده [آلمان څخه] اخراج شي.»

د «بي آر ۲۴» شبکې ويلي دي چې د خلکو دغه ډله چې موټر پرې ور ځغلول شوی دی د « Verdi» په نامه صنفي اتحاديې د يوې اعتصابي غونډې غړي ول.

يادې شبکې د عيني شاهدانو له قوله ويلي دي چې په موټر کې دوه نارينه سپاره ول چې یو یې د پوليسو له لوري په ډزو وويشتل او يوړل شو. خو دې شبکې زياته کړې ده چې پوليسو له خلکو څخه غوښتي دي چې له ګنګوسو او اټکلونو ډډه وکړي.

اړونده موضوع: آلمان؛ پولیسو د اسرائیل قونسلګرۍ ته نیږدې یو کس په ډزو ویشتلی

د آلمان د «بلډ» ورځپاڼي د رپوټ په حواله، په دې پېښه کې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې د «فوکس» په نوم مجلې بيا د ټپيانو شمير تر ۲۰ زيات ښوولی دی او دا چې د ځينو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

دا پېښه په مونشن ښار کې د «مونشن د امنيتي کنفرانس» په نوم يوې سترې نړيوالې غونډې يوه ورځ تر مخه شوې ده چې له ټولې نړۍ څخه پکې د حکومتونو او دولتونو مشران او کارپوهان ګډون کوي. د پېښې ځای د هغه هوټل څخه چې دغه کنفرانس پکې جوړيږي د څه نا څه ۱،۶ کيلومترو په واټن کې پروت دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مونشن: پر خلکو موټر ور ځغلول شوی، ډېر کسان ټپيان شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*